Аль-Мухтасар · Тафсир · на пушту
الإنشقاق
Аль-Иншикак
Разверзнется · Мекканская · 25 аятов
او کله چې آسمان د پریښتو د راکوزیدو لپاره څيرې کړل شي.
او خپل پالونکي ته په غاړه اېښودلو غوږ کېږدي او د هغوی لپاره همدغه په کار دي.
او کله چې الله ځمکه داسې وغوړوي لکه پوستکی چې غوړول کيږي.
او کومې زېرمې او مړي چې پکې دي هغه را وغورځوي، او له هغو څخه خالي شي.
او خپل پالونکي ته په غاړه اېښودلو غوږ کېږدي او د هغوی لپاره همدغه په کار دي.
84:6Страница 589
يَٰٓأَيُّهَا ٱلۡإِنسَٰنُ إِنَّكَ كَادِحٌ إِلَىٰ رَبِّكَ كَدۡحٗا فَمُلَٰقِيهِ ٦
О человек! Ты стремишься к своему Господу и встретишься с Ним.
اې انسانه! پرته له شکه يا د خير او يا د شر عمل کوونکی يې، چې بيا په قيامت کې ورسره مخامخ کېدونکی يې، چې الله به پرې بدله درکړي.
84:7Страница 589
فَأَمَّا مَنۡ أُوتِيَ كِتَٰبَهُۥ بِيَمِينِهِۦ ٧
Тот, кому его книга будет вручена в правую руку,
نو چاته چې يې د اعمالو پاڼه په ښي لاس ورکړل شوه.
نو ژر ده چې الله به له هغه سره اسانه حساب وکړي داسې چې عمل به يې پرته له مواخذې پرې وړاندې کړي.
او خپلې کورنۍ ته به خوشحاله ور ګرځي.
84:10Страница 589
وَأَمَّا مَنۡ أُوتِيَ كِتَٰبَهُۥ وَرَآءَ ظَهۡرِهِۦ ١٠
А тот, кому его книга будет вручена из-за спины,
او هر هغه څوک چې عملنامه يې په چپ لاس له څټه ورکړل شوه.
نو ژر به د خپل ځان پر خلاف د تباهۍ چېغې وهي.
او د دوزخ اور ته به ور ننوځي چې ګرمي به يې زغمي.
84:13Страница 589
إِنَّهُۥ كَانَ فِيٓ أَهۡلِهِۦ مَسۡرُورًا ١٣
Он радовался, находясь в кругу своей семьи,
پرته له شکه هغه په دنيا کې په خپله کورنۍ کې پر کوم کفر او ګناهونو چې و خوشحاله و.
هغه دا ګومان کولو چې ژوندون ته به يې له مرګ وروسته بېرته ورستون نه شي.
ولې نه، هرومرو به الله دې لره هغه ژوندون ته ورګرځوي لکه لومړی ځل يې چې پيداکړی و، پرته له شکه د هغه پالونکی پر هر حال ليدونکی دی له هغه هيڅ هم نه پټيږي، او پر عمل به يې بدله ورکړي.
الله پر هغه سوروالي لوړه وکړه چې له لمر لوېدو وروسته د اسمان په څوکو کې وي.
او پر شپه يې لوړه وکړه او پر هغه څه چې پکې را غونډ شوي دي.
او پر سپوږمۍ چې کله را ټوله شي او بشپړه شي.
اې خلکو! تاسې به هرومرو له يو حال څخه بل حال ته رسېږئ چې نطفه وئ، بيا د وينې ټوټه وئ، بيا د غوښې ټوټه شوئ، بيا ژوند، بيا مرګ او بيا را پاڅېدل دي.
نو دغو کافرانو لره څه دي چې پر الله او د آخرت په ورځ ايمان نه راړي؟!.
84:21Страница 589
وَإِذَا قُرِئَ عَلَيۡهِمُ ٱلۡقُرۡءَانُ لَا يَسۡجُدُونَۤ۩ ٢١
и не падают ниц, когда им читают Коран?
او کله چې پر هغوی قرآن لوستل کيږي؛ نو خپل پالونکي ته سجده نه کوي؟!.
بلکې هغه کسان چې کفر يې کړی هغه څه درواغ ګڼي چې رسول يې ورته ورسره راغلی دی.
84:23Страница 589
وَٱللَّهُ أَعۡلَمُ بِمَا يُوعُونَ ٢٣
Аллаху же лучше знать, что они хранят (какие добрые и злые деяния они совершают).
او الله پر هغه څه ښه پوه دی چې د هغوی سينې يې را غونډوي، له الله څخه د هغوی له کړنو هيڅ هم نه پټيږي.
اې رسوله! هغوی پر هغه دردوونکې سزا خبر کړه چې انتظار يې کوي.
84:25Страница 589
إِلَّا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَعَمِلُواْ ٱلصَّٰلِحَٰتِ لَهُمۡ أَجۡرٌ غَيۡرُ مَمۡنُونِۭ ٢٥
кроме тех, которые уверовали и совершали праведные деяния. Им уготована награда неиссякаемая.
پرته له هغو کسانو چې پر الله يې ايمان راوړی، نېک کارونه يې کړي دي، د هغوی لپاره نه پرې کېدونکې بدله ده او هغه جنت دی.
Текст: Quranic Universal Library (Tarteel) через spa5k/tafsir_api (MIT), в зафиксированной версии. Аяты: Quran Foundation. Источники и лицензии