Аль-Мухтасар · Тафсир · на пушту
الإنفطار
Аль-Инфитар
Раскалывание · Мекканская · 19 аятов
او کله چې آسمان د پریښتو د راکوزیدو لپاره څيرې کړل شي.
او کله چې ستوري تيت او شيندلي را ولوېږي.
او کله چې دريابونه يو پر بل پرانېستل شي او سره ګډوډ شي.
او هر کله چې د قبرونو خاورې لاندې باندې شي د هغه چا د راپورته کېدو په موخه چې پکې دي.
82:5Страница 587
عَلِمَتۡ نَفۡسٞ مَّا قَدَّمَتۡ وَأَخَّرَتۡ ٥
тогда каждая душа узнает, что она совершила и что оставила после себя.
هغه مهال به هر نفس پر هغه عمل پوه شي چې مخکې يې کړی دی او پر هغه څه چې ترې پاتې دی او نه يې دی کړی.
82:6Страница 587
يَٰٓأَيُّهَا ٱلۡإِنسَٰنُ مَا غَرَّكَ بِرَبِّكَ ٱلۡكَرِيمِ ٦
О человек! Что ввело тебя в заблуждение относительно твоего Великодушного Господа,
اې پر خپل پالونکي کافر انسانه! څه شي داسې ګرځولی يې چې د خپل پالونکي له امر سرغړونه کوې کله چې هغه مهلت درکړ او په سزا درکولو کې يې له خپل لوري د مهربانۍ له مخې بيړه ونه کړه.
82:7Страница 587
ٱلَّذِي خَلَقَكَ فَسَوَّىٰكَ فَعَدَلَكَ ٧
Который сотворил тебя и сделал твой облик совершенным и соразмеренным?
هغه ذات چې ته يې وروسته ستا له نشتون څخه را منځته کړی يې او بيا يې د برابرو او معتدلو غړو والا ګرځولی يې.
82:8Страница 587
فِيٓ أَيِّ صُورَةٖ مَّا شَآءَ رَكَّبَكَ ٨
Он сложил тебя в том облике, в каком пожелал.
په کومه بڼه يې چې ستا پيداکول غوښتل همغسې يې پيداکړې، او پر تا يې دا پېرزوينه وکړه چې د خره، بېزو، سپي يا بل څه په شکل کې پيدا نه کړې.
اې دوکه شويو خلکو! داسې نه ده لکه تاسې چې فکر کړئ، بلکې تاسې د بدلې ورځ درواغ ګڼئ؛ نو د هغې لپاره عمل نه کوئ.
او پر تاسې داسې پرېښتې ګومارل شوې چې ستاسو اعمال ساتي.
د الله په وړاندې عزتمنې دي، ليکونکې دي چې ستاسې اعمال ليکي.
پر هغو کارونو پوهيږي چې تاسې يې کوئ؛ نو ليکي يې.
او د ډېر خير او پيروۍ کوونکي به د قيامت په ورځ په تلپاتې نعمتونو کې وي.
او د بې لارۍ څښتنان به په داسې اور کې وي چې پرې بليږي به.
د بدلې په ورځ به ور ننوځي چې ګرمي به يې زغمي.
او هيڅکله به له هغې پټېدونکي نه وي، بلکې تل به پکې وي.
82:17Страница 587
وَمَآ أَدۡرَىٰكَ مَا يَوۡمُ ٱلدِّينِ ١٧
Откуда ты мог знать, что такое День воздаяния?
او اې رسوله! ته څه پوه يې چې د بدلې ورځ څه ده؟!.
82:18Страница 587
ثُمَّ مَآ أَدۡرَىٰكَ مَا يَوۡمُ ٱلدِّينِ ١٨
Да, откуда ты мог знать, что такое День воздаяния?
بيا ته څه پوهېږې چې د بدلې ورځ څه ده؟!.
82:19Страница 587
يَوۡمَ لَا تَمۡلِكُ نَفۡسٞ لِّنَفۡسٖ شَيۡـٔٗاۖ وَٱلۡأَمۡرُ يَوۡمَئِذٖ لِّلَّهِ ١٩
В тот день ни одна душа не сможет ничем помочь другой, и власть в тот день будет принадлежать Аллаху.
په کومه ورځ چې هيڅوک به هيچاته ګټه نه شي رسولای، او دغه ورځ به امر ټول يوازې الله لره وي، څنګه چې غواړي تصرف به کوي، بل به هيچا لره نه وي.
Текст: Quranic Universal Library (Tarteel) через spa5k/tafsir_api (MIT), в зафиксированной версии. Аяты: Quran Foundation. Источники и лицензии