Al-Mukhtasar · Tafsir · in Pashto
الجن
Al-Jinn
The Jinn · Meccan · 28 ayahs
72:1Page 572
قُلۡ أُوحِيَ إِلَيَّ أَنَّهُ ٱسۡتَمَعَ نَفَرٞ مِّنَ ٱلۡجِنِّ فَقَالُوٓاْ إِنَّا سَمِعۡنَا قُرۡءَانًا عَجَبٗا ١
Say, [O Muḥammad], "It has been revealed to me that a group of the jinn listened and said, 'Indeed, we have heard an amazing Qur’ān [i.e., recitation].
اې رسوله! خپل امت ته ووايه: الله راته وحي کړې ده چې زما د قرآن لوستلو ته په نخله (دیو ځای نوم دی) ناو کې يوې ډلې پېريانو غوږ ونيولو، کله چې هغوی خپل قوم ته ورغلل ويې ويل: پرته له شکه موږ يو داسې لوستل شوی کلام واورېدلو چې په بيان او فصاحت کې حيرانوونکی و.
72:2Page 572
يَهۡدِيٓ إِلَى ٱلرُّشۡدِ فَـَٔامَنَّا بِهِۦۖ وَلَن نُّشۡرِكَ بِرَبِّنَآ أَحَدٗا ٢
It guides to the right course, and we have believed in it. And we will never associate with our Lord anyone.
دغه کلام چې موږ واورېدلو په اعتقاد، وينا او عمل کې پر حق دلالت کوي؛ نو موږ هم ايمان پرې راوړو، او له خپل پالونکي سره به چې هغه يې نازل کړی دی هيڅکله څوک شريک نه کړو.
72:3Page 572
وَأَنَّهُۥ تَعَٰلَىٰ جَدُّ رَبِّنَا مَا ٱتَّخَذَ صَٰحِبَةٗ وَلَا وَلَدٗا ٣
And [it teaches] that exalted is the nobleness of our Lord; He has not taken a wife or a son
او ايمان مو راوړ پردې چې زموږ د پالونکي شان او لويي ډېره لوړه ده، نه يې مېرمن او نه يې زوی نيولی لکه څنګه چې مشرکان وايي.
72:4Page 572
وَأَنَّهُۥ كَانَ يَقُولُ سَفِيهُنَا عَلَى ٱللَّهِ شَطَطٗا ٤
And that our foolish one [i.e., Iblees]1 has been saying about Allāh an excessive transgression.
او دا چې ابليس پر الله داسې ناحقه خبرې تړلې چې هغه پاک ذات يې د مېرمنې او زوی نسبت کولو.
72:5Page 572
وَأَنَّا ظَنَنَّآ أَن لَّن تَقُولَ ٱلۡإِنسُ وَٱلۡجِنُّ عَلَى ٱللَّهِ كَذِبٗا ٥
And we had thought that mankind and the jinn would never speak about Allāh a lie.
او موږ دا ګومان کړی و چې له انسانانو او پېريانو به مشرکان درواغ نه وايي کله چې هغوی دا ګومان کولو چې هغه (الله) لره مېرمن او زوی شته؛ نو موږ د هغوی په پيروي کولو سره د هغوی وينا رېښتينې وګڼله هغوی پسې په پټو سترګو لاړو.
72:6Page 572
وَأَنَّهُۥ كَانَ رِجَالٞ مِّنَ ٱلۡإِنسِ يَعُوذُونَ بِرِجَالٖ مِّنَ ٱلۡجِنِّ فَزَادُوهُمۡ رَهَقٗا ٦
And there were men from mankind who sought refuge in men from the jinn, so they [only] increased them in burden [i.e., sin].
او دا چې په جاهليت کې له انسانانو ځينو سړيو د پېريانو پر ځينو سړيو پورې پناه غوښته کله به چې کوم ډاروونکي ځای ته راتلل؛ نو له هغوی به يوه ويل: د دغې شېلې (ناو) پر سردار د هغه د قوم له احمقانو پناه غواړم، چې د انسانانو د سړيو وېره او ډار به د پېريانو د سړيو له لوري لا زياته شوه.
72:7Page 572
وَأَنَّهُمۡ ظَنُّواْ كَمَا ظَنَنتُمۡ أَن لَّن يَبۡعَثَ ٱللَّهُ أَحَدٗا ٧
And they had thought, as you thought, that Allāh would never send anyone [as a messenger].
اې پېريانو لکه تاسې چې ګومان کړی وو انسانانو هم همداسې ګومان وکړ چې پرته له شکه الله به هيڅکله هيڅوک د هغه له مرګ وروسته بېرته د حساب او بدلې لپاره را پورته نه کړي.
72:8Page 572
وَأَنَّا لَمَسۡنَا ٱلسَّمَآءَ فَوَجَدۡنَٰهَا مُلِئَتۡ حَرَسٗا شَدِيدٗا وَشُهُبٗا ٨
And we have sought [to reach] the heaven but found it filled with powerful guards and burning flames.
او دا چې د آسمان خبر مو ولټولو؛ نو آسمان مو له پرېښتو څخه پر داسې پياوړو څوکيدارانو ډک وموندی چې هغه يې د هغو خبرو له غلا څخه ساتلو چې موږ يې کوو، او له لمبه کوونکي اوره ډک چې هر هغه څوک پرې وېشتل کيږي چې آسمان ته نېږدې کيږي.
72:9Page 572
وَأَنَّا كُنَّا نَقۡعُدُ مِنۡهَا مَقَٰعِدَ لِلسَّمۡعِۖ فَمَن يَسۡتَمِعِ ٱلۡأٓنَ يَجِدۡ لَهُۥ شِهَابٗا رَّصَدٗا ٩
And we used to sit therein in positions for hearing,1 but whoever listens now will find a burning flame lying in wait for him.
او دا چې پخوا به موږ له آسمانه داسې ځايونه نيول چې له هغو به مو هغه څه ته غوږ نيولو چې پرېښتو سره ويل؛ نو د ځمکې کاهنان (غيب ویلو دعوه کوونکي) به مو پرې خبرول، او اوس حال بدلون موندلی، اوس چې له موږ څوک غوږ نيسي د هغه لپاره چمتو کړل شوی لمبه وهونکی اور مومي، کله چې ور نېږدې شي هغه اور پرې راخوشې کړل شي؛ نو ويې سوځوي.
72:10Page 572
وَأَنَّا لَا نَدۡرِيٓ أَشَرٌّ أُرِيدَ بِمَن فِي ٱلۡأَرۡضِ أَمۡ أَرَادَ بِهِمۡ رَبُّهُمۡ رَشَدٗا ١٠
And we do not know [therefore] whether evil is intended for those on earth or whether their Lord intends for them a right course.
او موږ نه پوهيږو چې د دغې سختې څوکيدارۍ لامل څه دی؛ آيا د ځمکې د خلکو لپاره د شر اراده کړل شوې ده، او يا دا چې الله د هغوی لپاره خير غوښتی، له موږ د آسمان خبر پرې شو.
72:11Page 572
وَأَنَّا مِنَّا ٱلصَّٰلِحُونَ وَمِنَّا دُونَ ذَٰلِكَۖ كُنَّا طَرَآئِقَ قِدَدٗا ١١
And among us are the righteous, and among us are [others] not so; we were [of] divided ways.1
او دا چې د پېريانو ډلې: له موږ ځينې ځان ساتونکي نېکان دي، او ځينې را څخه کافران او بې لاري دي؛ موږ بېلابېل ډولونه او د مختلفو غوښتنو څښتنان يو.
72:12Page 572
وَأَنَّا ظَنَنَّآ أَن لَّن نُّعۡجِزَ ٱللَّهَ فِي ٱلۡأَرۡضِ وَلَن نُّعۡجِزَهُۥ هَرَبٗا ١٢
And we have become certain that we will never cause failure to Allāh upon earth, nor can we escape Him by flight.
او دا چې موږ باور وکړ چې پرته له شکه موږ له الله پاک څخه نه پاتې کېږو که چېرې هغه د کوم امر اراده راته وکړي او نه به په تېښته ترې خلاص شو ځکه هغه پر موږ چاپېر دی.
72:13Page 572
وَأَنَّا لَمَّا سَمِعۡنَا ٱلۡهُدَىٰٓ ءَامَنَّا بِهِۦۖ فَمَن يُؤۡمِنۢ بِرَبِّهِۦ فَلَا يَخَافُ بَخۡسٗا وَلَا رَهَقٗا ١٣
And when we heard the guidance [i.e., the Qur’ān], we believed in it. And whoever believes in his Lord will not fear deprivation or burden.1
او دا چې کله موږ هغه قرآن واورېدلو چې سمې لارې ته ښوونه کوي ايمان مو پرې راوړ؛ نو څوک چې پر خپل پالونکي ايمان راوړي هغه د خپلو نېکيو له کمېدو نه وېريږي او نه به د کومې داسې ګناه څخه چې د هغه پخوانيو ګناهونو ته ور زياته کړل شي.
72:14Page 573
وَأَنَّا مِنَّا ٱلۡمُسۡلِمُونَ وَمِنَّا ٱلۡقَٰسِطُونَۖ فَمَنۡ أَسۡلَمَ فَأُوْلَٰٓئِكَ تَحَرَّوۡاْ رَشَدٗا ١٤
And among us are Muslims [in submission to Allāh], and among us are the unjust.1 And whoever has become Muslim - those have sought out the right course.
او دا چې له موږ ځينې الله ته په پيروۍ غاړه اېښودونکي مسلمانان دي، او ځينې له سمې او نېغې لارې ظالمان دي، نو چاچې الله ته په پيروۍ او نېک عمل غاړه کېښوده همدوی هغه کسان دي چې لارښوونه او سمه لار يې غوره کړې ده.
72:15Page 573
وَأَمَّا ٱلۡقَٰسِطُونَ فَكَانُواْ لِجَهَنَّمَ حَطَبٗا ١٥
But as for the unjust, they will be, for Hell, firewood.'
او کوم چې له سمې او نېغې لارې اوښتي ظالمان دي؛ نو هغوی به د دوزخ خس خاشاک وي چې له دوی ته ورته انسانانو سره به يوځای سوزول کيږي.
72:16Page 573
وَأَلَّوِ ٱسۡتَقَٰمُواْ عَلَى ٱلطَّرِيقَةِ لَأَسۡقَيۡنَٰهُم مَّآءً غَدَقٗا ١٦
And [Allāh revealed] that if they had remained straight on the way, We would have given them abundant rain [i.e., provision]
او لکه څنګه چې الله دا وحي ورته وکړه چې له پېريانو ځينې کسانو غوږ ونيوی، دا وحي يې هم ورته کړې وه چې که پېريان او انسانان د اسلام پر لار نېغ روان شي او پر هغه څه عمل وکړي چې پکې دي، الله به هرومرو هغوی پر ډېرو اوبو خړوبه کړي، او په ډول ډول نعمتونو به يې مرسته وکړي.
72:17Page 573
لِّنَفۡتِنَهُمۡ فِيهِۚ وَمَن يُعۡرِضۡ عَن ذِكۡرِ رَبِّهِۦ يَسۡلُكۡهُ عَذَابٗا صَعَدٗا ١٧
So We might test them therein. And whoever turns away from the remembrance of his Lord1 He will put into arduous punishment.
ترڅو يې پکې و ازمویو چې آيا د الله پر نعمتونو شکر کوي او که کفر پرې کوي؟ او څوک چې له قرآن او په هغه کې له شته پندونو څخه مخ اړوي پالونکی به يې داسې سخت عذاب ته ننباسي چې زغملای به يې نه شي.
72:18Page 573
وَأَنَّ ٱلۡمَسَٰجِدَ لِلَّهِ فَلَا تَدۡعُواْ مَعَ ٱللَّهِ أَحَدٗا ١٨
And [He revealed] that the masjids1 are for Allāh, so do not invoke2 with Allāh anyone.
او دا چې جوماتونه يوازې هغه پاک ذات لره دي نه بل چا لره؛ نو له الله سره پکې هيڅوک مه رابولئ، چې د يهودو او نصارا وو غوندې به شئ په خپلو عبادت ځايونو کې.
72:19Page 573
وَأَنَّهُۥ لَمَّا قَامَ عَبۡدُ ٱللَّهِ يَدۡعُوهُ كَادُواْ يَكُونُونَ عَلَيۡهِ لِبَدٗا ١٩
And that when the Servant [i.e., Prophet] of Allāh stood up supplicating Him, they almost became about him a compacted mass."1
او دا چې کله د الله بنده محمد صلی الله عليه وسلم ولاړ شو چې په نخله (مقام) ناو کې د خپل پالونکي عبادت وکړي، نېږدې و چې پېريان د هغه د قرآن لوستلو ته د غوږ نيولو پر مهال د زيات ازدحام له امله پر هغه پاس له پاسه شي.
72:20Page 573
قُلۡ إِنَّمَآ أَدۡعُواْ رَبِّي وَلَآ أُشۡرِكُ بِهِۦٓ أَحَدٗا ٢٠
Say, [O Muḥammad], "I only invoke my Lord and do not associate with Him anyone."
اې رسوله! دغو مشرکانو ته ووايه: پرته له شکه زه يوازې خپل پالونکی را بولم، او په عبادت کې بل هرڅوک چې وي نه یې ورسره شريکوم.
72:21Page 573
قُلۡ إِنِّي لَآ أَمۡلِكُ لَكُمۡ ضَرّٗا وَلَا رَشَدٗا ٢١
Say, "Indeed, I do not possess for you [the power of] harm or right direction."
هغوی ته ووايه: زه له تاسې څخه نه د هغه ضرر ايسارولو توان لرم چې الله درته ليکلی وي، او نه د هغې ګټې راوړلو واک لرم چې الله درڅخه ايساره کړې وي.
72:22Page 573
قُلۡ إِنِّي لَن يُجِيرَنِي مِنَ ٱللَّهِ أَحَدٞ وَلَنۡ أَجِدَ مِن دُونِهِۦ مُلۡتَحَدًا ٢٢
Say, "Indeed, there will never protect me from Allāh anyone [if I should disobey], nor will I find in other than Him a refuge.
هغوی ته ووايه: هيڅکله به مې هيڅوک له الله څخه ونه ژغوري که سرغړونه ترې وکړم، او هيڅکله به له هغه پرته د پناه ځای و نه مومم چې پناه ور وړم.
72:23Page 573
إِلَّا بَلَٰغٗا مِّنَ ٱللَّهِ وَرِسَٰلَٰتِهِۦۚ وَمَن يَعۡصِ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ فَإِنَّ لَهُۥ نَارَ جَهَنَّمَ خَٰلِدِينَ فِيهَآ أَبَدًا ٢٣
But [I have for you] only notification from Allāh, and His messages." And whoever disobeys Allāh and His Messenger - then indeed, for him is the fire of Hell; they will abide therein forever.
خو زه چې د څه واک لرم هغه داچې هغه څه رسوم چې الله يې تاسو ته د رسولو امر راته کړی دی، او هغه پيغام رسوم چې تاسو ته يې ورسره لېږلی يم، چا چې له الله او د هغه له رسوله سرغړونه وکړه؛ نو پايله يې دوزخ ته ننوتل دي چې تل ترتله به پکې وي، هيڅکله به نه ترې وځي.
72:24Page 573
حَتَّىٰٓ إِذَا رَأَوۡاْ مَا يُوعَدُونَ فَسَيَعۡلَمُونَ مَنۡ أَضۡعَفُ نَاصِرٗا وَأَقَلُّ عَدَدٗا ٢٤
[The disbelievers continue] until, when they see that which they are promised, then they will know who is weaker in helpers and less in number.
او کافران به تل پر خپل کفر وي تردې چې د قيامت په ورځ هغه عذاب وويني چې په دنيا کې يې ژمنه ورسره کېدله، هغه مهال به هغوی ژر پوه شي چې د چا ملاتړی کمزوری و، او ژر به پوه شي چې څوک د مرستندويانو له پلوه کم دی.
72:25Page 573
قُلۡ إِنۡ أَدۡرِيٓ أَقَرِيبٞ مَّا تُوعَدُونَ أَمۡ يَجۡعَلُ لَهُۥ رَبِّيٓ أَمَدًا ٢٥
Say, "I do not know if what you are promised is near or if my Lord will grant for it a [long] period."
اې رسوله! دغو له بېرته را پاڅېدلو څخه نټه کوونکو مشرکانو ته ووايه: زه نه پوهېږم چې آيا هغه عذاب نېږدې دی چې ژمنه يې درسره کيږي او يا دا چې هغه لره کوم داسې وخت شته چې يوازې الله پرې پوهيږي.
72:26Page 573
عَٰلِمُ ٱلۡغَيۡبِ فَلَا يُظۡهِرُ عَلَىٰ غَيۡبِهِۦٓ أَحَدًا ٢٦
[He is] Knower of the unseen, and He does not disclose His [knowledge of the] unseen to anyone
هغه پاک ذات پر ټولو پټو پوه دی، له هغه هيڅ هم نه پټيږي، نو پر خپلو پټو هيڅوک هم نه خبروي، بلکې يوازې د هغه تر پوهې ځانګړي دي.
72:27Page 573
إِلَّا مَنِ ٱرۡتَضَىٰ مِن رَّسُولٖ فَإِنَّهُۥ يَسۡلُكُ مِنۢ بَيۡنِ يَدَيۡهِ وَمِنۡ خَلۡفِهِۦ رَصَدٗا ٢٧
Except whom He has approved of messengers, and indeed, He sends before him [i.e., each messenger] and behind him observers1
مګر هغه رسول ته چې د الله پاک ورته رضا وي، چې پر هغه څه به يې خبر کړي چې ورته خوښه يې وي، له رسول مخکې او تر هغه وروسته ساتونکې پرېښتې لېږي، چې ساتنه يې کوي، تردې چې له رسول پرته پر دغه هيڅوک هم خبر نه شي.
72:28Page 573
لِّيَعۡلَمَ أَن قَدۡ أَبۡلَغُواْ رِسَٰلَٰتِ رَبِّهِمۡ وَأَحَاطَ بِمَا لَدَيۡهِمۡ وَأَحۡصَىٰ كُلَّ شَيۡءٍ عَدَدَۢا ٢٨
That he [i.e., Muḥammad (ﷺ)] may know1 that they have conveyed the messages of their Lord; and He has encompassed whatever is with them and has enumerated all things in number.
په دې هيله چې استازی پوه شي چې رسولانو د هغه له لورې د خپل پالونکي هغه پيغامونه چې د رسولو امر يې ورته کړی و په سمه توګه رسولي دي ځکه الله پر هغو د پاملرنې له پلوه چاپېر دی، او الله پر هغه څه د پوهې له پلوه چاپېر دی چې له پرېښتو او رسولانو سره دي، له دغه څخه هيڅ هم نه ترې پټيږي، او هرڅه يې شمېرلي دي، نو له هغه پاک ذات څخه هيڅ هم نه پټيږي.
Text: Quranic Universal Library (Tarteel), via spa5k/tafsir_api (MIT), at a fixed version. The ayahs: Quran Foundation. Sources and licences