Al-Mukhtasar · Tafsir · in Pashto
الغاشية
Al-Ghashiyah
The Overwhelming · Meccan · 26 ayahs
88:1Page 592
هَلۡ أَتَىٰكَ حَدِيثُ ٱلۡغَٰشِيَةِ ١
Has there reached you the report of the Overwhelming [event]?
اې رسوله! تاته د هغه قيامت خبر رسېدلی چې پر خپلو سختيو به خلک پټوي؟!.
د قيامت په ورځ به خلک يا نېکمرغه وي او يا به بدمرغه وي، نو د بدمرغو مخونه به سپک ذليل وي.
ستړي او په سختيو کې به وي د هغو ځنځيرونو له امله چې پرې کشکول کيږي او طوقونو له امله چې په غاړو کې ور اچول کيږي.
دغه مخونه به داسې ګرم اور ته ور ننوځي چې ګرمي به يې زغمي.
له داسې چينې به څښاک ورکول کیږي چې اوبه يې سختې ګرمې وي.
88:6Page 592
لَّيۡسَ لَهُمۡ طَعَامٌ إِلَّا مِن ضَرِيعٖ ٦
For them there will be no food except from a poisonous, thorny plant
د هغوی لپاره به خواړه چې خوري يې يوازې تر ټولو بد او ناوړه بوی لرونکي خواړه وي چې د شبرق نومي واښه دي کله چې وچ شي نو زهرجن ګرځي.
88:7Page 592
لَّا يُسۡمِنُ وَلَا يُغۡنِي مِن جُوعٖ ٧
Which neither nourishes nor avails against hunger.
خوړونکی يې نه پرې چاغيږي او نه يې لوږه ايساروي.
د نېکمرغه خلکو مخونه به په هغه ورځ د نعمت، ښکلا او خوشحالۍ والا وي، ځکه هغوی به له نعمتونو سره مخ شوي وي.
د خپل هغه نېک کار لپاره به يې خوښ وي چې په دنيا کې يې کړی دی، د نېک عمل څو برابره بدله به يې زېرمه شوې موندلې وي.
او د لوړې مرتبې او شان والا جنت کې به وي.
په جنت کې به بې ځايه او باطله کلمه نه اوري، د ناروا کلمې اورېدل خو به بيخي نه وي.
په دغه جنت کې به روانې چينې وي چې بهيږي به، او څنګه چې وغواړي اوړي به.
په هغو کې به اوچت اوچت تختونه وي.
او داسې اېښودل شوي پيالې به وي چې د څښاک لپاره به چمتو وي.
او په هغه (جنت) کې به يو له بل سره کتار اېښودل شوې تکيې وي.
او په هغه کې به ډېر دلته او هلته غوړېدلي فرشونه وي.
88:17Page 592
أَفَلَا يَنظُرُونَ إِلَى ٱلۡإِبِلِ كَيۡفَ خُلِقَتۡ ١٧
Then do they not look at the camels - how they are created?
ايا هغوی په غور اوښانوته نه ګوري چې څنګه الله پيداکړي دي او د انسانانو لپاره يې اېل کړي دي؟!.
او اسمان ته نه ګوري چې څنګه يې پورته کړی دی تر دې چې سربېره پرې يو خوندي چت ګرځېدلی، چې نه پرې را لويږي؟!.
او غرونو ته نه ګوري چې څنګه يې درولي دي او ځمکه يې پرې ټينګه کړې ده چې پر خلکو ونه خوځيږي؟!.
او ځمکې ته نه ګوري چې څنګه يې غوړولې ده، او د خلکو د ځای پرځای کولو لپاره يې چمتو کړې ده؟!.
88:21Page 592
فَذَكِّرۡ إِنَّمَآ أَنتَ مُذَكِّرٞ ٢١
So remind, [O Muḥammad]; you are only a reminder.
اې رسوله! دغو خلکو ته نصيحت کوه او د الله له عذابه يې وېروه، بېشکه ته خو يوازې نصيحت کوونکی يې، له تا څخه يوازې د هغوی د وېرولو غوښتنه کيږي خو د ايمان توفيق ورکول هغه يوازې د الله په لاس کې دي.
تر پر هغوی مسلط نه يې چې ايمان راوړلو ته يې اړ باسې.
خو له هغوی چې څوک له ايمانه مخ واړوي او پر الله او د هغه پر رسول کفر وکړي.
88:24Page 592
فَيُعَذِّبُهُ ٱللَّهُ ٱلۡعَذَابَ ٱلۡأَكۡبَرَ ٢٤
Then Allāh will punish him with the greatest punishment.
نو د قيامت په ورځ به الله هغه ته لويه سزا ورکړي چې د تل لپاره به يې دوزخ ته ننباسي.
پرته له شکه د هغوی له مرګ وروسته يوازې زموږ لوري ته د هغوی را ګرځېدل دي.
بيا پرته له شکه د هغوی د کړنو حساب زموږ پر غاړه دی، نه پر تا او نه له تا پرته پر بل چا.
Text: Quranic Universal Library (Tarteel), via spa5k/tafsir_api (MIT), at a fixed version. The ayahs: Quran Foundation. Sources and licences