Al-MukhtasarSad · 38:75–88

Al-Mukhtasar · Tafsir · in Pashto

Sad 38:75–88

38:75Page 457

قَالَ يَٰٓإِبۡلِيسُ مَا مَنَعَكَ أَن تَسۡجُدَ لِمَا خَلَقۡتُ بِيَدَيَّۖ أَسۡتَكۡبَرۡتَ أَمۡ كُنتَ مِنَ ٱلۡعَالِينَ ٧٥

[Allāh] said, "O Iblees, what prevented you from prostrating to that which I created with My hands?1 Were you arrogant [then], or were you [already] among the haughty?"

الله وویل: ای ابلیسه! څه شي ایسار کړی یې له سجدې کولو څخه هغه آدم ته چې ما په خپلو لاسونو پېدا کړی؟! آیا لویۍ له سجدې کولو ایسار کړی یې، یا له مخکې څخه په خپل رب د لویي کولو له خاوندانو څخه وې؟!.

38:76Page 457

قَالَ أَنَا۠ خَيۡرٞ مِّنۡهُ خَلَقۡتَنِي مِن نَّارٖ وَخَلَقۡتَهُۥ مِن طِينٖ ٧٦

He said, "I am better than him. You created me from fire and created him from clay."

ابليس وويل: زه له آدمه غوره يم، زه دې له اوره پيداکړی يم او هغه دې له خټې پيداکړی دی، دا د هغه ګومان و چې اور تر خټې غوره عنصر دی.

38:77Page 457

قَالَ فَٱخۡرُجۡ مِنۡهَا فَإِنَّكَ رَجِيمٞ ٧٧

[Allāh] said, "Then get out of it [i.e., Paradise], for indeed, you are expelled.

الله تعالی ابلیس ته وویل: نو له جنت څخه وځه بېشکه ته لرې شوی[دالله د رحمت څخه] ښکنځل شوی یې.

38:78Page 457

وَإِنَّ عَلَيۡكَ لَعۡنَتِيٓ إِلَىٰ يَوۡمِ ٱلدِّينِ ٧٨

And indeed, upon you is My curse until the Day of Recompense."

او بېشکه لازم دي شړل ستا د جنت څخه د بدلې تر ورځ پورې چې هغه د قیامت ورڅ ده.

38:79Page 457

قَالَ رَبِّ فَأَنظِرۡنِيٓ إِلَىٰ يَوۡمِ يُبۡعَثُونَ ٧٩

He said, "My Lord, then reprieve me until the Day they are resurrected."

ابلیس وویل: نو ما ته مهلت راکړه، او ترهغې ورځې پورې مې مه مړ کوه په کومه چې ته خپل بندګان را پاڅوې.

38:80Page 457

قَالَ فَإِنَّكَ مِنَ ٱلۡمُنظَرِينَ ٨٠

[Allāh] said, "So indeed, you are of those reprieved

الله وویل: نو بېشکه ته له مهلت ورکړل شوو څخه یې.

38:81Page 457

إِلَىٰ يَوۡمِ ٱلۡوَقۡتِ ٱلۡمَعۡلُومِ ٨١

Until the Day of the time well-known."

ستا د تباه کېدلو تر ټاکل شوې معلومې ورځې پورې.

38:82Page 457

قَالَ فَبِعِزَّتِكَ لَأُغۡوِيَنَّهُمۡ أَجۡمَعِينَ ٨٢

[Iblees] said, "By Your might, I will surely mislead them all

ابلیس وویل: نو ستا په قدرت او غلبې قسم، زه به خامخا ټول بنی آدم بې لارې کړم.

38:83Page 457

إِلَّا عِبَادَكَ مِنۡهُمُ ٱلۡمُخۡلَصِينَ ٨٣

Except, among them, Your chosen servants."

پرته له هغو چې تا زما له بې لارې کولو ژغورلي، او یوازې خپل عبادت ته دې چاڼ کړي.

38:84Page 458

قَالَ فَٱلۡحَقُّ وَٱلۡحَقَّ أَقُولُ ٨٤

[Allāh] said, "The truth [is My oath], and the truth I say -

الله تعالی وویل: حق زما لخوا دی، او زه حق وایم، له هغه پرته بل څه نه وایم.

38:85Page 458

لَأَمۡلَأَنَّ جَهَنَّمَ مِنكَ وَمِمَّن تَبِعَكَ مِنۡهُمۡ أَجۡمَعِينَ ٨٥

[That] I will surely fill Hell with you and those of them that follow you all together."

خامخا به د قیامت په ورځ له تا او په کفر کې ستا تابعداري کوونکو ټولو بني آدمو څخه دوزخ ډکوم.

38:86Page 458

قُلۡ مَآ أَسۡـَٔلُكُمۡ عَلَيۡهِ مِنۡ أَجۡرٖ وَمَآ أَنَا۠ مِنَ ٱلۡمُتَكَلِّفِينَ ٨٦

Say, [O Muḥammad], "I do not ask you for it [i.e., the Qur’ān] any payment, and I am not of the pretentious.

ووایه -ای رسوله- دې مشرکانو ته: کومه خېرخواهي (نصیحت) چې تاسو ته رسوم نو بدله یې له تاسو نه غواړم، او نه زه له ځانه جوړونکی یم په راوړلو د زیاتوالي په هغه څه کې چې ما ته پرې امر شوی.

38:87Page 458

إِنۡ هُوَ إِلَّا ذِكۡرٞ لِّلۡعَٰلَمِينَ ٨٧

It is but a reminder to the worlds.

قرآن مکلفو انسانانو او پېریانو ته له نصیحت کولو پرته بل څه نه دي.

38:88Page 458

وَلَتَعۡلَمُنَّ نَبَأَهُۥ بَعۡدَ حِينِۭ ٨٨

And you will surely know [the truth of] its information after a time."

او خامخا به د دې قرآن په خبر پوهه شئ، چې دا ریښتینی دی، په نږدې وخت کې کله چې مړه کېږئ.

Text: Quranic Universal Library (Tarteel), via spa5k/tafsir_api (MIT), at a fixed version. The ayahs: Quran Foundation. Sources and licences

Contents

Ayat al-Kursi36Al-Kahfpage 42juz 15Bukhari 1Muslim 2999

Style

Theme
Text size
Layout

Читать на русском