Al-Mukhtasar · Tafsir · in Pashto
Al-An'am 6:50–95
6:50Page 133
قُل لَّآ أَقُولُ لَكُمۡ عِندِي خَزَآئِنُ ٱللَّهِ وَلَآ أَعۡلَمُ ٱلۡغَيۡبَ وَلَآ أَقُولُ لَكُمۡ إِنِّي مَلَكٌۖ إِنۡ أَتَّبِعُ إِلَّا مَا يُوحَىٰٓ إِلَيَّۚ قُلۡ هَلۡ يَسۡتَوِي ٱلۡأَعۡمَىٰ وَٱلۡبَصِيرُۚ أَفَلَا تَتَفَكَّرُونَ ٥٠
Say, [O Muḥammad], "I do not tell you that I have the depositories [containing the provision] of Allāh or that I know the unseen, nor do I tell you that I am an angel. I only follow what is revealed to me." Say, "Is the blind equivalent to the seeing? Then will you not give thought?"
ته ووایه -ای پیغمبره- دې مشرکانو ته: زه تاسو ته دا نه وایم چې: زما سره دالله تعالی د رزق خزانې دي چې زه پکې تصرف کوم څرنګه چې زه وغواړم، او دا هم تاسو ته نه وایم چې: زه په غیبو باندې پوهیږم مګر هغه چې الله تعالی پرې ماته د وحې په ذریعه خبر راکړی، او زه تاسو ته دا هم نه وایم چې: زه د ملایکو نه یو ملایک یم، بلکې زه د الله تعالی له طرفه پیغمبر یم، تابعداري نه کوم مګر د هغه څه چې ما ته یې وحې کیدلی شي، او زه دعوا نه کوم د هغه څه چې ما لره نه دی، ته دوی ته ووایه -ای پیغمبره-: آیا برابر دی هغه کافر چې سترګې یې د حق نه ړندې شوي، او هغه مومن چې حق یې لیدلی او ایمان یې پرې راوړی؟ آیا تاسو په خپلو عقلونو باندې فکر او سوچ نه کوئ -ای مشرکانو- په هغه څه کې چې ستاسو شاوخوا دي د معجزاتو او نښو نه!.
6:51Page 133
وَأَنذِرۡ بِهِ ٱلَّذِينَ يَخَافُونَ أَن يُحۡشَرُوٓاْ إِلَىٰ رَبِّهِمۡ لَيۡسَ لَهُم مِّن دُونِهِۦ وَلِيّٞ وَلَا شَفِيعٞ لَّعَلَّهُمۡ يَتَّقُونَ ٥١
And warn by it [i.e., the Qur’ān] those who fear that they will be gathered before their Lord - for them besides Him will be no protector and no intercessor - that they might become righteous.
او وویروه -ای پیغمبره- په دې قران سره هغه کسان چې ویریږي د دې خبرې نه چې راجمع به کړی شي خپل رب ته د قیامت په ورځ، نه به وي دوی لره څوک دوست پغیر د الله تعالی څخه چې دوی ته خیر ورسوي، او نه څوک سپارش کوونکی چې د دوی نه تکلیف لرې کړي، د دې لپاره چې دوی د الله تعالی څخه وویریږي په عملي کولو د حکمونو د هغه او په ځان ساتلو سره د هغه د نواهیو څخه، نو دا هغه کسان دی چې په قران کریم سره فایدې حاصلوي.
6:52Page 133
وَلَا تَطۡرُدِ ٱلَّذِينَ يَدۡعُونَ رَبَّهُم بِٱلۡغَدَوٰةِ وَٱلۡعَشِيِّ يُرِيدُونَ وَجۡهَهُۥۖ مَا عَلَيۡكَ مِنۡ حِسَابِهِم مِّن شَيۡءٖ وَمَا مِنۡ حِسَابِكَ عَلَيۡهِم مِّن شَيۡءٖ فَتَطۡرُدَهُمۡ فَتَكُونَ مِنَ ٱلظَّٰلِمِينَ ٥٢
And do not send away those who call upon their Lord morning and afternoon, seeking His face [i.e., favor]. Not upon you is anything of their account and not upon them is anything of your account.1 So were you to send them away, you would [then] be of the wrongdoers.
او ته مه شړه-ای پیغمبره- د خپل مجلس نه د مسلمانانو غریبان هغوی چې همیشه د الله تعالی په بندګۍ کې دي د ورځې په اول او په اخر کې خالص کوونکي دي هغه ته د بندګۍ، مه شړه دوی چې پدې سره د مشرکانو مشران رامایله کړې، نشته په تا باندې د دې غریبانو د حساب نه څه شي، بلکې د دوی حساب د خپل رب سره دی، او نشته په هغوی باندې ستا د حساب نه څه شي، که ته چیرته دوی له خپل مجلس څخه وشړې نو ته به پدغه وخت کې د الله تعالی د پولو نه تیریدونکی یې.
6:53Page 134
وَكَذَٰلِكَ فَتَنَّا بَعۡضَهُم بِبَعۡضٖ لِّيَقُولُوٓاْ أَهَٰٓؤُلَآءِ مَنَّ ٱللَّهُ عَلَيۡهِم مِّنۢ بَيۡنِنَآۗ أَلَيۡسَ ٱللَّهُ بِأَعۡلَمَ بِٱلشَّٰكِرِينَ ٥٣
And thus We have tried some of them through others that they [i.e., the disbelievers] might say, "Is it these whom Allāh has favored among us?" Is not Allāh most knowing of those who are grateful?1
او همدارنګه و ازمایل مونږ بعضې د دوی نه په بعضو نورو، نو وګرځول مونږ دوی مختلف د دوی په دنیوي برخو کې، مونږ دوی د دې لپاره وازمایل چې مالداران کافران غریبو مسلمانانو ته ووایې. آیا دا غریبان هغه خلک دي چې الله تعالی پرې د هدایت کولو احسان کړی زمونږ تر منځ؟! که چیرته ایمان خیر وي نو دوی به زمونږ څخه نه وی مخکې شوی دې ایمان ته، پس مونږ خو د مخکې والي والا خلک یو. آیا نه دی الله تعالی ښه پوهه په شکر کوونکو د هغه په نعمتونو، نو هغوی ته د ایمان توفیق ورکوي، او ښه پوهه دی په ناشکري کوونکو د هغه په نعمتونو، نو ذلیل کوي یې، نو ایمان نه راوړي؟! ولی نه؛ بیشکه الله تعالی ښه پوهه دی په دوی ټولو.
6:54Page 134
وَإِذَا جَآءَكَ ٱلَّذِينَ يُؤۡمِنُونَ بِـَٔايَٰتِنَا فَقُلۡ سَلَٰمٌ عَلَيۡكُمۡۖ كَتَبَ رَبُّكُمۡ عَلَىٰ نَفۡسِهِ ٱلرَّحۡمَةَ أَنَّهُۥ مَنۡ عَمِلَ مِنكُمۡ سُوٓءَۢا بِجَهَٰلَةٖ ثُمَّ تَابَ مِنۢ بَعۡدِهِۦ وَأَصۡلَحَ فَأَنَّهُۥ غَفُورٞ رَّحِيمٞ ٥٤
And when those come to you who believe in Our verses, say, "Peace be upon you. Your Lord has decreed upon Himself mercy: that any of you who does wrong out of ignorance and then repents after that and corrects himself - indeed, He is Forgiving and Merciful."
او کله چې راشي تاته -ای پیغمبره- هغه کسان چې تصدیق کوي زمونږ په آیتونو هغه چې شاهدي کوونکي دي په ریښتنولۍ د هغه څه چې تا پرې راتګ کړی، نو په هغوی باندې سلام واچوه د هغوی د احترام د وجې نه، او د الله تعالی په پراخه رحمت باندې ورته زیری ورکړه، نو یقینا لازم کړی الله تعالی په خپل ځان باندې رحمت واجبول د مهربانۍ له مخې، نو هر چا چې ستاسو نه څه ګناه وکړه د ناپوهۍ او کم عقلۍ په حال کې، بیا یې وروسته د هغه د کولو نه توبه وویستله، او خپل عمل یې برابر کړ، نو بیشکه الله تعالی بخښې ده ته هغه بدۍ چې ده کړي وي، نو بیشکه الله تعالی بخښنه کوونکی دی هغه چا ته چې توبه وباسي د هغه له بندګانو څخه، په هغوی باندې مهربانه دی.
6:55Page 134
وَكَذَٰلِكَ نُفَصِّلُ ٱلۡأٓيَٰتِ وَلِتَسۡتَبِينَ سَبِيلُ ٱلۡمُجۡرِمِينَ ٥٥
And thus do We detail the verses, and [thus] the way of the criminals will become evident.
او لکه څرنګه چې مونږ تاته بیان کړل هغه څه چې مخکې تیر شو بیانوو تاته مونږ زمونږ ښکاره دلیلونه په باطل پرستو باندې، او لپاره د ښکاره کولو د لارې او منهج د مجرمانو خلکو، د هغه نه د ځان ساتلو لپاره او د نورو خلکو د ویرولو لپاره.
6:56Page 134
قُلۡ إِنِّي نُهِيتُ أَنۡ أَعۡبُدَ ٱلَّذِينَ تَدۡعُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِۚ قُل لَّآ أَتَّبِعُ أَهۡوَآءَكُمۡ قَدۡ ضَلَلۡتُ إِذٗا وَمَآ أَنَا۠ مِنَ ٱلۡمُهۡتَدِينَ ٥٦
Say, "Indeed, I have been forbidden to worship those you invoke besides Allāh." Say, "I will not follow your desires, for I would then have gone astray, and I would not be of the [rightly] guided."
ته ووایه -ای پیغمبره-: بیشکه زه منع کړی شوي یم د بندګۍ د هغه چا نه چې تاسو یې بندګي کوئ پغیر له الله تعالی نه، ته ووایه -ای پیغمبره-: زه تابعداري نه کوم ستاسو د خواهشاتو په عبادت کولو د غیر الله کې، نو که زه چیر ته ستاسو د خواهشاتو تابعداري وکړم په دې خبره کې نو زه د بې لارې شوو خلکو نه شم د حق د لارې نه، او هغې ته به ونه رسیږم، او دا حال د هر هغه چا دی چې د خواهشاتو تابعداري یې کړي وي پرته له کوم د لیل نه د الله تعالی له طرفه.
6:57Page 134
قُلۡ إِنِّي عَلَىٰ بَيِّنَةٖ مِّن رَّبِّي وَكَذَّبۡتُم بِهِۦۚ مَا عِندِي مَا تَسۡتَعۡجِلُونَ بِهِۦٓۚ إِنِ ٱلۡحُكۡمُ إِلَّا لِلَّهِۖ يَقُصُّ ٱلۡحَقَّۖ وَهُوَ خَيۡرُ ٱلۡفَٰصِلِينَ ٥٧
Say, "Indeed, I am on clear evidence from my Lord, and you have denied it. I do not have that for which you are impatient.1 The decision is only for Allāh. He relates the truth, and He is the best of deciders."
ته ووایه -ای پیغمبره- دې مشرکانو ته: یقینا زه په ښکاره دلیل باندې یم د خپل رب د طرف نه، خپل خواهش باندې نه یم، او تاسو دروغ ګڼئ دې دلیل لره، نشته ما سره هغه عذاب او حیرانوونکې معجزې چې تاسو یې په تلوار سره غواړئ، بیشکه دا ټول د الله تعالی په لاس کې دي، نو نده فیصله د هر شي -او د هغه نه هغه څه هم دي چې تاسو غوښتلي- مګر یوازې الله تعالی لره ده، هغه حق وایې او په حق فیصلې کوي، او هغه پاک ذات؛ غوره هغه څوک دی چې بیان کړی او جدا کړي یې دي حقپرست د باطل پرست نه.
6:58Page 134
قُل لَّوۡ أَنَّ عِندِي مَا تَسۡتَعۡجِلُونَ بِهِۦ لَقُضِيَ ٱلۡأَمۡرُ بَيۡنِي وَبَيۡنَكُمۡۗ وَٱللَّهُ أَعۡلَمُ بِٱلظَّٰلِمِينَ ٥٨
Say, "If I had that for which you are impatient, the matter would have been decided between me and you, but Allāh is most knowing of the wrongdoers."
ته ووایه -ای پیغمبره- دوی ته: که چیرته ما سره وي او زما په واک کې وي هغه عذاب چې تاسو یې په تلوار سره غواړئ نو ما به په تاسو نازل کړی و، او په دغه وخت کې به فیصله شوی و هغه کار چې زما او ستاسو ترمنځ دی، او الله تعالی ښه پوهه دی په ظالمانو چې څومره مهلت ورکوي او څه وخت سزا ورکوي.
6:59Page 134
۞ وَعِندَهُۥ مَفَاتِحُ ٱلۡغَيۡبِ لَا يَعۡلَمُهَآ إِلَّا هُوَۚ وَيَعۡلَمُ مَا فِي ٱلۡبَرِّ وَٱلۡبَحۡرِۚ وَمَا تَسۡقُطُ مِن وَرَقَةٍ إِلَّا يَعۡلَمُهَا وَلَا حَبَّةٖ فِي ظُلُمَٰتِ ٱلۡأَرۡضِ وَلَا رَطۡبٖ وَلَا يَابِسٍ إِلَّا فِي كِتَٰبٖ مُّبِينٖ ٥٩
And with Him are the keys of the unseen; none knows them except Him. And He knows what is on the land and in the sea. Not a leaf falls but that He knows it. And no grain is there within the darknesses of the earth and no moist or dry [thing] but that it is [written] in a clear record.
او يوازې له الله سره د پټو زېرمې دي له هغه پرته څوک نه پرې پوهيږي، هغه پر ټولو هغه څارويو، نباتاتو او جماداتو پوهيږي چې په وچه کې دي او پر هغو څارويو، نباتاتو او جماداتو پوهيږي چې په درياب کې دي او هیڅ ځای له ونې يوه پاڼه نه رژېږي او نه په ځمکه کې يوه پټه دانه موندل کيږي، نه لوند او نه وچ موندل کيږي، مګر په څرګند کتاب؛ لوح محفوظ کې ثابت دي.
6:60Page 135
وَهُوَ ٱلَّذِي يَتَوَفَّىٰكُم بِٱلَّيۡلِ وَيَعۡلَمُ مَا جَرَحۡتُم بِٱلنَّهَارِ ثُمَّ يَبۡعَثُكُمۡ فِيهِ لِيُقۡضَىٰٓ أَجَلٞ مُّسَمّٗىۖ ثُمَّ إِلَيۡهِ مَرۡجِعُكُمۡ ثُمَّ يُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمۡ تَعۡمَلُونَ ٦٠
And it is He who takes your souls by night1 and knows what you have committed by day. Then He revives you therein [i.e., by day] that a specified term2 may be fulfilled. Then to Him will be your return; then He will inform you about what you used to do.
او خاص الله تعالی هغه ذات دی چې ستاسو روحونه په خوب کې په عارضي ډول اخلي، او خاص الله تعالی هغه ذات دی چې پوهیږي په هغه څه چې تاسو یې کوئ د عملونو نه د ورځې ستاسو د نشاطت په وخت کې، بیا تاسو راژوندي کوي په ورځ کې وروسته د اخیستلو د روحونو ستاسو نه په خوب سره د دې لپاره چې تاسو خپل کارونه ادا کړئ، تر دې چې ستاسو د ژوند لیکل شوې نیټې د الله تعالی سره ختمي شي، بیا ستاسو یوازې هغه ته ورګرځیدل دي په دوباره راپاڅیدلو سره د قیامت په ورځ، بیا به خبر درکړي تاسو ته په هغو عملونو چې تاسو په خپل دنیوي ژوند کې کول، او په هغه به بدله درکړي.
6:61Page 135
وَهُوَ ٱلۡقَاهِرُ فَوۡقَ عِبَادِهِۦۖ وَيُرۡسِلُ عَلَيۡكُمۡ حَفَظَةً حَتَّىٰٓ إِذَا جَآءَ أَحَدَكُمُ ٱلۡمَوۡتُ تَوَفَّتۡهُ رُسُلُنَا وَهُمۡ لَا يُفَرِّطُونَ ٦١
And He is the subjugator over His servants, and He sends over you guardian-angels until, when death comes to one of you, Our messengers [i.e., angels of death] take him, and they do not fail [in their duties].
او خاص الله تعالی غالب او زورور دی په خپلو بندګانو، ذلیلوونکی دی دوی لره، اوچت دی په دوی باندې له هر اړخه، هغه چې هر شی هغه ته عاجزي کوونکی دی، د خپلو بندګانو نه؛ پورته دی داسې پورته چې څنګه د هغه د لوی شان سره ښایې، او رالیږي په تاسو باندې -ای خلکو- ملایک عزتمندې چې ستاسو عملونه لیکې تر دې پورې چې ختمه شي نیټه مقرره د یو کس ستاسو نه په اخیستلو د روح د هغه د ملک الموت یا د هغه د ملګرو په واسطه، او دا ملایک کمی نه کوي په هغه حکم کې چې دوی ته شوی وي.
6:62Page 135
ثُمَّ رُدُّوٓاْ إِلَى ٱللَّهِ مَوۡلَىٰهُمُ ٱلۡحَقِّۚ أَلَا لَهُ ٱلۡحُكۡمُ وَهُوَ أَسۡرَعُ ٱلۡحَٰسِبِينَ ٦٢
Then they [i.e., His servants] are returned to Allāh, their true Lord. Unquestionably, His is the judgement, and He is the swiftest of accountants.
بیا به وګرځول شي ټول هغه څوک چې ساه ګانې یې اخیستل شوي دي الله تعالی ته چې په ریښتیا سره د دوی مالک دی لپاره د دې چې ورکړي دوی ته بدلې د دوی په عملونو، هغه ذات دی چې هغه لره اختیار د نافذې قضا دی او فیصله د عدل د دوی تر منځ، او هغه ډیر تلوار کوونکی د هغه چا څخه دی چې تاسو یې شمیرلي یاست او ستاسو عملونه یې حساب کړي (لیکلي).
6:63Page 135
قُلۡ مَن يُنَجِّيكُم مِّن ظُلُمَٰتِ ٱلۡبَرِّ وَٱلۡبَحۡرِ تَدۡعُونَهُۥ تَضَرُّعٗا وَخُفۡيَةٗ لَّئِنۡ أَنجَىٰنَا مِنۡ هَٰذِهِۦ لَنَكُونَنَّ مِنَ ٱلشَّٰكِرِينَ ٦٣
Say, "Who rescues you from the darknesses of the land and sea [when] you call upon Him imploring [aloud] and privately, 'If He should save us from this [crisis], we will surely be among the thankful.'"
ته ووایه -ای پیغمبره- دې مشرکانو ته: څوک دی چې خلاصوي تاسو او بچ کوی مو د هغو هلاکت ځایونو څخه چې تاسو ورسره مخامخ کیږي د وچې او د دریابونو په تیارو کې؟ تاسو رابلئ یواځې هغه لره عاجزي کوونکي یاست هغه ته په پټه او ښکاره کې: که چیرته مونږ بچ کړلو رب زمونږ د دې هلاکت د ځایونو نه نو شو به مونږ له شکر ویستونکو څخه د هغه د نعمتونو له امله پر مونږ باندې داسې چې مونږ به د هغه نه پرته د بل هیچا بندګي نه کوو.
6:64Page 135
قُلِ ٱللَّهُ يُنَجِّيكُم مِّنۡهَا وَمِن كُلِّ كَرۡبٖ ثُمَّ أَنتُمۡ تُشۡرِكُونَ ٦٤
Say, "It is Allāh who saves you from it and from every distress; then you [still] associate others with Him."
ووایه دوی ته -ای پیغمبره-: الله تعالی هغه ذات دی چې خلاصوي تاسو د دغه مصیبت نه، او بچ کوي تاسو د هر قسم مصیبت او تکلیف نه، بیا تاسو وروسته د دې نه د خوشحالۍ په وخت کې د هغه سره نور څوک شریکوئ، نو د دې نه پورته بل ظلم کیدلی شي تاسو چې کوم کوئ؟!.
6:65Page 135
قُلۡ هُوَ ٱلۡقَادِرُ عَلَىٰٓ أَن يَبۡعَثَ عَلَيۡكُمۡ عَذَابٗا مِّن فَوۡقِكُمۡ أَوۡ مِن تَحۡتِ أَرۡجُلِكُمۡ أَوۡ يَلۡبِسَكُمۡ شِيَعٗا وَيُذِيقَ بَعۡضَكُم بَأۡسَ بَعۡضٍۗ ٱنظُرۡ كَيۡفَ نُصَرِّفُ ٱلۡأٓيَٰتِ لَعَلَّهُمۡ يَفۡقَهُونَ ٦٥
Say, "He is the [one] Able to send upon you affliction from above you or from beneath your feet or to confuse you [so you become] sects1 and make you taste the violence of one another." Look how We diversify the signs that they might understand.
ووایه -ای پیغمبره- دوی ته: خاص الله تعالی قدرت لرونکی دی په دې چې راولیږي په تاسو باندې عذاب چې راشي تاسو ته د بره ستاسو نه لکه د تیږو او تندرونو او طوفانونو، او یا راشي تاسو ته ستاسو د لاندې طرف نه لکه زلزلې او په ځمکه کې ننه ایستل، او یا به ستاسو د زړونو تر منځ اختلاف پیدا کړي، نو ستاسو نه هر څوک به د خپل خواهش تابعداري وکړي، نو د یو بل سره به جنګ وکړئ، فکر وکړه (وګوره) -ای پیغمبره- څرنګه مونږ اړوو راړوو دوی ته دلیلونه او معجزې او دوی ته یې بیانوو د دې لپاره چې دوی پوهه شي چې یقینا هر هغه څه چې تا پرې راتګ کړی ریښتیا دي، او هر هغه څه چې د هغوی سره دي باطل دي.
6:66Page 135
وَكَذَّبَ بِهِۦ قَوۡمُكَ وَهُوَ ٱلۡحَقُّۚ قُل لَّسۡتُ عَلَيۡكُم بِوَكِيلٖ ٦٦
But your people have denied it while it is the truth. Say, "I am not over you a manager [i.e., authority]."
او دروغ وګاڼه دې قران لره ستا قوم، او دا حق دی داسې چې هیڅ شک پکې نشته چې یقینا دا د الله تعالی له طرفه دی، ته دوی ته ووایه -ای پیغمبره- زه په تاسو په څوکۍ کولو ذمه وار نه یم، نو نه یم زه مګر ویره درکوونکی یم تاسو ته مخکې د سخت عذاب له راتلو څخه.
6:67Page 135
لِّكُلِّ نَبَإٖ مُّسۡتَقَرّٞۚ وَسَوۡفَ تَعۡلَمُونَ ٦٧
For every news [i.e., happening] is a finality;1 and you are going to know.
د هر یو خبر لپاره وخت مقرر دی چې په هغه کې به کیږي، او یو انتها لرې چې هغه ته به رسیږي، او د دې خبرونو نه یو خبر ستاسو د اخري ورتګ او اخري انجام دی، نو زر دی چې تاسو به پوهه شئ په دې باندې کله چې به د قیامت په ورځ راژوندي کړی شئ.
6:68Page 135
وَإِذَا رَأَيۡتَ ٱلَّذِينَ يَخُوضُونَ فِيٓ ءَايَٰتِنَا فَأَعۡرِضۡ عَنۡهُمۡ حَتَّىٰ يَخُوضُواْ فِي حَدِيثٍ غَيۡرِهِۦۚ وَإِمَّا يُنسِيَنَّكَ ٱلشَّيۡطَٰنُ فَلَا تَقۡعُدۡ بَعۡدَ ٱلذِّكۡرَىٰ مَعَ ٱلۡقَوۡمِ ٱلظَّٰلِمِينَ ٦٨
And when you see those who engage in [offensive] discourse1 concerning Our verses, then turn away from them until they enter into another conversation. And if Satan should cause you to forget, then do not remain after the reminder with the wrongdoing people.
او کله چې ووینې ته -ای پیغمبره- مشرکینو لره چې خبرې کوي زمونږ په آیتونو پسې په مسخرو او ټوکو ټکالو باندې، نو ته د دوی نه لرې شه تر دې چې دوی په نورو خبرو کې ورننوځي چې په هغو کې زمونږ په آیتونو پسې مسخرې او ټوکې نه وي، او که چیرته هیر کړي ستا څخه شیطان او ته د دوی سره کیناستلې، او بیا در په یاد شو نو په دغه وخت کې د دوی مجلس پریږده او د دې زیاتي کوونکو سره مه کینه.
6:69Page 136
وَمَا عَلَى ٱلَّذِينَ يَتَّقُونَ مِنۡ حِسَابِهِم مِّن شَيۡءٖ وَلَٰكِن ذِكۡرَىٰ لَعَلَّهُمۡ يَتَّقُونَ ٦٩
And those who fear Allāh are not held accountable for them [i.e., the disbelievers] at all, but [only for] a reminder - that perhaps they will fear Him.
او نشته په هغو کسانو چې ویریږي د الله تعالی نه په عملې کولو د هغه د اوامرو او په ځان ساتلو د هغه له نواهیو څخه هیڅ ذمه واري د دې ظالمانو باره کې، بلکې په دوی باندې دا ده چې بند کړي دوی د هغه منکراتو نه چې دوی یې کوي، د دې لپاره چې دوی د الله تعالی څخه وویریږي، نو د هغه اوامر عملي کړي او د هغه له نواهیو څخه ځان وساتي.
6:70Page 136
وَذَرِ ٱلَّذِينَ ٱتَّخَذُواْ دِينَهُمۡ لَعِبٗا وَلَهۡوٗا وَغَرَّتۡهُمُ ٱلۡحَيَوٰةُ ٱلدُّنۡيَاۚ وَذَكِّرۡ بِهِۦٓ أَن تُبۡسَلَ نَفۡسُۢ بِمَا كَسَبَتۡ لَيۡسَ لَهَا مِن دُونِ ٱللَّهِ وَلِيّٞ وَلَا شَفِيعٞ وَإِن تَعۡدِلۡ كُلَّ عَدۡلٖ لَّا يُؤۡخَذۡ مِنۡهَآۗ أُوْلَٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ أُبۡسِلُواْ بِمَا كَسَبُواْۖ لَهُمۡ شَرَابٞ مِّنۡ حَمِيمٖ وَعَذَابٌ أَلِيمُۢ بِمَا كَانُواْ يَكۡفُرُونَ ٧٠
And leave those who take their religion as amusement and diversion and whom the worldly life has deluded. But remind with it [i.e., the Qur’ān], lest a soul be given up to destruction for what it earned; it will have other than Allāh no protector and no intercessor. And if it should offer every compensation, it would not be taken from it [i.e., that soul]. Those are the ones who are given to destruction for what they have earned. For them will be a drink of scalding water and a painful punishment because they used to disbelieve.
پرېږده اې رسوله! دغه مشرکان چې خپل دين يې لوب توکی او بېکاره شی ګرځولی دی، ملنډې پرې وهي او دنيوي ژوند يې دوکه کړي دي چې په هغو کې له منځه تلونکي ګټې دي او اې نبي! خلکو ته په قرآن نصيحت کوه، تردې چې هيڅوک د کړو ګناهونو له امله تباهۍ ته ونه لويږي چې له الله پرته کوم داسې ملاتړی هم ونه لري چې مرسته پرې وغواړي اونه کوم داسې سپارښتونکی وي چې د قيامت په ورځ يې ترې وساتي او کله چې د قيامت په ورځ هر ډول فديه ورکړي نه به ترې منل کيږي، همدوی دي چې د هغو کړو ګناهونو له امله يې د قيامت په ورځ ځانونه تباهۍ ته سپارلي دي، هغوی لره به سخت ګرم څښاک وي او د خپل کفر له امله به يې دردوونکې سزا وي.
6:71Page 136
قُلۡ أَنَدۡعُواْ مِن دُونِ ٱللَّهِ مَا لَا يَنفَعُنَا وَلَا يَضُرُّنَا وَنُرَدُّ عَلَىٰٓ أَعۡقَابِنَا بَعۡدَ إِذۡ هَدَىٰنَا ٱللَّهُ كَٱلَّذِي ٱسۡتَهۡوَتۡهُ ٱلشَّيَٰطِينُ فِي ٱلۡأَرۡضِ حَيۡرَانَ لَهُۥٓ أَصۡحَٰبٞ يَدۡعُونَهُۥٓ إِلَى ٱلۡهُدَى ٱئۡتِنَاۗ قُلۡ إِنَّ هُدَى ٱللَّهِ هُوَ ٱلۡهُدَىٰۖ وَأُمِرۡنَا لِنُسۡلِمَ لِرَبِّ ٱلۡعَٰلَمِينَ ٧١
Say, "Shall we invoke1 instead of Allāh that which neither benefits us nor harms us and be turned back on our heels after Allāh has guided us? [We would then be] like one whom the devils enticed [to wander] upon the earth confused, [while] he has companions inviting him to guidance, [calling], 'Come to us.'"2 Say, "Indeed, the guidance of Allāh is the [only] guidance; and we have been commanded to submit to the Lord of the worlds.
ووایه -ای پیغمبره- دې مشرکینو ته: آیا زه بندګي وکړم پرته د الله تعالی نه د بوتانو چې د هیڅ فایدې رسولو واک نه لري چې فایده راته راورسوي او نه د ضرر رارسولو طاقت لري چې ضرر راته راورسوي، او واوړو مونږ د ایمان نه وروسته له هغه نه چې الله تعالی مونږ ته دایمان توفیق راکړی، نو مونږ به شو په شان د هغه چا چې ګمراه کړی وي ده لره شیطان، نو پریښودی یې وي ده لره حیران چې سمه لاره نشې پیداکولی، او د ده نور ملګري وي په سمه لار روان وي دا د حق طرف ته رابلي، خو دا د هغوی بلنه نه قبلوي؟ ته ورته ووایه -ای پیغمبره-: بیشکه هدایت د الله تعالی هماغه په ریښتیا هدایت دی، او بیشکه الله تعالی مونږ ته امر کړی چې مونږ هغه ته غاړه کیږدو پاک او اوچت ذات دی په لازمولو دیووالي د هغه او دعبادت د هغه یوازې، نو هغه پالونکی د ټولو مخلوقاتو دی.
6:72Page 136
وَأَنۡ أَقِيمُواْ ٱلصَّلَوٰةَ وَٱتَّقُوهُۚ وَهُوَ ٱلَّذِيٓ إِلَيۡهِ تُحۡشَرُونَ ٧٢
And to establish prayer and fear Him." And it is He to whom you will be gathered.
او بیشکه مونږ ته یې امر کړی په اداء کولو د لمانځه په پوره طریقې سره، او مونږ ته یې امر کړی د الله تعالی په تقوی په عملي کولو د هغه د اوامرو او په ځان ساتلو سره له نواهیو څخه، نو هغه یواځې هغه ذات دی چې بندګان به ورته دقیامت په ورځ راجمع کړی شي د دې لپاره چې د هغوی په عملونو بدلې ورکړي.
6:73Page 136
وَهُوَ ٱلَّذِي خَلَقَ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضَ بِٱلۡحَقِّۖ وَيَوۡمَ يَقُولُ كُن فَيَكُونُۚ قَوۡلُهُ ٱلۡحَقُّۚ وَلَهُ ٱلۡمُلۡكُ يَوۡمَ يُنفَخُ فِي ٱلصُّورِۚ عَٰلِمُ ٱلۡغَيۡبِ وَٱلشَّهَٰدَةِۚ وَهُوَ ٱلۡحَكِيمُ ٱلۡخَبِيرُ ٧٣
And it is He who created the heavens and earth in truth. And the day [i.e., whenever] He says, "Be," and it is, His word is the truth.1 And His is the dominion [on] the Day the Horn is blown. [He is] Knower of the unseen2 and the witnessed;3 and He is the Wise, the Aware.
او هغه پاک او اوچت ذات دی چې پیداکړی یې دي اسمانونه او ځمکه لپاره د ښکاره کولو د حق، په هغه ورځ چې الله تعالی به یو شي ته ووایې: پیدا شه؛ نو پیدا به شي، کله چې به ووایې د قیامت په ورځ: پاڅیږئ نو ټول به پاڅیږي، وینا د هغه ریښتیا ده هغه چې خامخا واقع کیدونکې ده، او دې الله تعالی لره ده یوازې پادشاهي د قیامت په ورځ کله چې به اسرافیل په ښکر کې دویم پوکی وکړي، پوهه دی په ټولو هغو څه چې پټ دي او په ټولو هغو څه چې ښکاره دي، او هغه حکیم ذات دی په خپل پیدایش او چارو کې، خبردار ذات دی هغه چې هیڅ شی پرې پټ نشي پاتې کیدلی، نو د کارونو پټ هغه ته داسې دي لکه ښکاره د هغو.
6:74Page 137
۞ وَإِذۡ قَالَ إِبۡرَٰهِيمُ لِأَبِيهِ ءَازَرَ أَتَتَّخِذُ أَصۡنَامًا ءَالِهَةً إِنِّيٓ أَرَىٰكَ وَقَوۡمَكَ فِي ضَلَٰلٖ مُّبِينٖ ٧٤
And [mention, O Muḥammad], when Abraham said to his father Āzar, "Do you take idols as deities? Indeed, I see you and your people to be in manifest error."
او یاد کړه -ای پیغمبره- کله چې ابراهیم -علیه السلام- خپل مشرک پلار آزر ته وویل: ای زما پلار جانه! آیا ته جوړوې بتانو لره معبودان چې د الله تعالی نه پرته یې بندګي کوې؟ یقینا زه وینم تالره او ستا قوم لره په ښکاره ګمراهۍ کې، او په شک کې د حق د لارې نه، چې تاسو د الله تعالی نه پرته د بل چا بندګۍ کوئ، نو خاص الله تعالی یوازې په حق سره لایق د بندګۍ دی، او د هغه نه پرته نور ټول باطل معبودان دي.
6:75Page 137
وَكَذَٰلِكَ نُرِيٓ إِبۡرَٰهِيمَ مَلَكُوتَ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِ وَلِيَكُونَ مِنَ ٱلۡمُوقِنِينَ ٧٥
And thus did We show Abraham the realm of the heavens and the earth that he would be among the certain [in faith].
او لکه څرنګه چې مو ورته د خپل پلار او د خپل قوم ګمراهي وروښوده همدارنګه ورته بادشاهي د اسمانونو او پراخه ځمکې ښایو؛ د دې لپاره چې په دې پراخه بادشاهۍ د الله تعالی په یووالی او د هغه په یواځې د عبادت مستحق ګڼلو دلیل ونیسي؛ او د دې لپاره چې د یقین کوونکو څخه شي په دې خبره چې بیشکه الله تعالی یوازې دی هیڅ شریک ورله نشته، او هغه په هر شي باندې قادر دی.
6:76Page 137
فَلَمَّا جَنَّ عَلَيۡهِ ٱلَّيۡلُ رَءَا كَوۡكَبٗاۖ قَالَ هَٰذَا رَبِّيۖ فَلَمَّآ أَفَلَ قَالَ لَآ أُحِبُّ ٱلۡأٓفِلِينَ ٧٦
So when the night covered him [with darkness], he saw a star. He said, "This is my lord."1 But when it set, he said, "I like not those that set [i.e., disappear]."
نو هر کله چې په هغه باندې شپه تیاره شوه، یو ستوری یې ولیده، ویې ویل: دا زما رب دی، نو هر کله چې هغه ستوری پټ شو ویې ویل: بیشکه زه نه خوښوم هغه څوک چې پټیږي؛ ځکه چې ریښتونی او په حق سره معبود همیشه حاضر وي نه پټیږي.
6:77Page 137
فَلَمَّا رَءَا ٱلۡقَمَرَ بَازِغٗا قَالَ هَٰذَا رَبِّيۖ فَلَمَّآ أَفَلَ قَالَ لَئِن لَّمۡ يَهۡدِنِي رَبِّي لَأَكُونَنَّ مِنَ ٱلۡقَوۡمِ ٱلضَّآلِّينَ ٧٧
And when he saw the moon rising, he said, "This is my lord." But when it set, he said, "Unless my Lord guides me, I will surely be among the people gone astray."
او هر کله چې یې سپوږمۍ راختونکې ولیدله ویې ویل: دا زما رب دی، هر کله چې پټه شوه ویې ویل: که چیرته ماته زما رب توفیق رانه کړي د هغه د یووالي او یوازې د هغه د عبادت کولو نو خامخا زه به د هغه چا څخه شم چې د حق دین نه لرې وي.
6:78Page 137
فَلَمَّا رَءَا ٱلشَّمۡسَ بَازِغَةٗ قَالَ هَٰذَا رَبِّي هَٰذَآ أَكۡبَرُۖ فَلَمَّآ أَفَلَتۡ قَالَ يَٰقَوۡمِ إِنِّي بَرِيٓءٞ مِّمَّا تُشۡرِكُونَ ٧٨
And when he saw the sun rising, he said, "This is my lord; this is greater." But when it set, he said, "O my people, indeed I am free from what you associate with Allāh.
او هر کله چې یې لمر راختونکی ولیده ویې ویل: دا راختونکی لمر زما رب دی، دا د ستوري او سپوږمۍ دواړو نه غټ دی، نو هر کله چې پټ شو ویې ویل: ای زما قومه! بیشکه زه بیزاره یم د هغه څه نه چې تاسو یې د الله تعالی سره شریکوي.
6:79Page 137
إِنِّي وَجَّهۡتُ وَجۡهِيَ لِلَّذِي فَطَرَ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضَ حَنِيفٗاۖ وَمَآ أَنَا۠ مِنَ ٱلۡمُشۡرِكِينَ ٧٩
Indeed, I have turned my face [i.e., self] toward He who created the heavens and the earth, inclining toward truth, and I am not of those who associate others with Allāh."
بیشکه ما خالص کړی دین خپل هغه ذات ته چې پیداکړی یې دي اسمانونه او زمکه پرته له کوم مخکني مثال نه (په نا اشنا ډول)، مایله یم د شرک نه خالص توحید ته، او زه نه یم د هغو مشرکانو له ډلې نه چې د الله تعالی سره د بل چا بندګي کوي.
6:80Page 137
وَحَآجَّهُۥ قَوۡمُهُۥۚ قَالَ أَتُحَٰٓجُّوٓنِّي فِي ٱللَّهِ وَقَدۡ هَدَىٰنِۚ وَلَآ أَخَافُ مَا تُشۡرِكُونَ بِهِۦٓ إِلَّآ أَن يَشَآءَ رَبِّي شَيۡـٔٗاۚ وَسِعَ رَبِّي كُلَّ شَيۡءٍ عِلۡمًاۚ أَفَلَا تَتَذَكَّرُونَ ٨٠
And his people argued with him. He said, "Do you argue with me concerning Allāh while He has guided me? And I fear not what you associate with Him [and will not be harmed] unless my Lord should will something. My Lord encompasses all things in knowledge; then will you not remember?
او جګړه وکړه د هغه سره قوم د هغه چې مشرکان وو د الله تعالی په یووالي کې، او هغه یې د خپلو بتانو څخه وویراوه، نو هغه ورته وویل: آیا تاسو ماسره د الله تعالی په توحید او د هغه د یوازې عبادت مستحق ګڼلو کې جګړه کوئ، او حال دا دی چې توفیق راکړی ماته رب زما خپل طرف ته، او زه ستاسو د بتانو څخه نه ویریږم، ځکه چې هغه د ضرر ورکولو اختیار نه لري چې ما ته ضرر راورسوي او نه د فایدې ورکولو اختیار لري چې فایده به ماته راکړي مګر که الله تعالی وغواړي، ځکه چې الله تعالی چې څه وغواړي هغه کیدونکي دي، او سره د علم د الله تعالی نه په هر شي باندې نو په هغه باندې هیڅ شی په زمکه او اسمان کې پټ نه شي پاتې کیدلی، نو آیا تاسو ولې پند نه اخلئ -ای زما قومه- د هغه څه نه چې تاسو پکې یاست د کفر کولو نه په الله تعالی او په هغه باندې دشرک کولو نه نو تاسو به یوازې په هغه ایمان راوړئ.
6:81Page 137
وَكَيۡفَ أَخَافُ مَآ أَشۡرَكۡتُمۡ وَلَا تَخَافُونَ أَنَّكُمۡ أَشۡرَكۡتُم بِٱللَّهِ مَا لَمۡ يُنَزِّلۡ بِهِۦ عَلَيۡكُمۡ سُلۡطَٰنٗاۚ فَأَيُّ ٱلۡفَرِيقَيۡنِ أَحَقُّ بِٱلۡأَمۡنِۖ إِن كُنتُمۡ تَعۡلَمُونَ ٨١
And how should I fear what you associate while you do not fear that you have associated with Allāh that for which He has not sent down to you any authority? So which of the two parties has more right to security, if you should know?"
او څرنګه به زه وویریږم د هغو بوتانو نه چې تاسو یې د الله تعالی نه پرته بندګي کوئ، او حال دا چې تاسو نه ویریږئ ستاسو د شرک کولو نه د الله تعالی سره کله چې تاسو د هغه سره هغه څوک شریکوئ چې هغه پیداکړي- پرته له کوم دلیل نه ستاسو سره - د هغو په بندګۍ؟۱ نو کومه یوه د دوو ډلو نه: د موحدینو ډله او که د مشرکینو ډله ډیره حقداره ده په امن او د عذاب نه په ژغورلو؟ که چیرته تاسو حقداره ډله پیژنئ نو تابعداري یې وکړئ، او حقداره د دې دواړو ډلو نه -بی له شکه- د موحدینو مومنانو ډله ده.
6:82Page 138
ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَلَمۡ يَلۡبِسُوٓاْ إِيمَٰنَهُم بِظُلۡمٍ أُوْلَٰٓئِكَ لَهُمُ ٱلۡأَمۡنُ وَهُم مُّهۡتَدُونَ ٨٢
They who believe and do not mix their belief with injustice1 - those will have security, and they are [rightly] guided.
هغه کسان چې په الله تعالی یې ایمان راوړی، او د هغه د شرعې تابعداري یې کړې، او خپل ایمان یې په شرک سره ندی ګډوډ کړی، یوازې د دوی لپاره به وي امن او ژغورل د عذاب نه پرته له نورو خلکو، او دوی ته به توفیق ورکړل شوی وي، الله تعالی دوی ته د هدایت لارې طرف ته توفیق ورکړی.
6:83Page 138
وَتِلۡكَ حُجَّتُنَآ ءَاتَيۡنَٰهَآ إِبۡرَٰهِيمَ عَلَىٰ قَوۡمِهِۦۚ نَرۡفَعُ دَرَجَٰتٖ مَّن نَّشَآءُۗ إِنَّ رَبَّكَ حَكِيمٌ عَلِيمٞ ٨٣
And that was Our [conclusive] argument which We gave Abraham against his people. We raise by degrees whom We will. Indeed, your Lord is Wise and Knowing.
او دغه دلیل هغه د الله تعالی دا وینا ده: ﴿فَأَيُّ الْفَرِيقَيْنِ أَحَقُّ بِالأَمْنِ﴾هغه چې ابراهیم -علیه السلام- پرې په خپل قوم غالب شوی و تر دې چې د هغوی دلیل یې مات کړی و، همدغه زمونږ دلیل دی مونږ هغه ته توفیق ورکړی و لپاره د دلیل نیولو د خپل قوم په مقابل کې، او مونږ هغه ته دا ورکړی و، اوچتوو مونږ چا لره چې وغواړو د خپلو بندګانو نه درجې په دنیا او اخرت کې، بیشکه ستا رب چې دی -ای پیغمبره- د حکمت والا دی په خپل پیدایش او چارو کې، پوهه دی په خپلو بندګانو.
6:84Page 138
وَوَهَبۡنَا لَهُۥٓ إِسۡحَٰقَ وَيَعۡقُوبَۚ كُلًّا هَدَيۡنَاۚ وَنُوحًا هَدَيۡنَا مِن قَبۡلُۖ وَمِن ذُرِّيَّتِهِۦ دَاوُۥدَ وَسُلَيۡمَٰنَ وَأَيُّوبَ وَيُوسُفَ وَمُوسَىٰ وَهَٰرُونَۚ وَكَذَٰلِكَ نَجۡزِي ٱلۡمُحۡسِنِينَ ٨٤
And We gave to him [i.e., Abraham] Isaac and Jacob - all [of them] We guided. And Noah, We guided before; and among his descendants, David and Solomon and Job and Joseph and Moses and Aaron. Thus do We reward the doers of good.
او وربښلی و مونږ ابراهیم -علیه السلام- ته زوی د هغه اسحاق -علیه السلام- او لمسی د هغه یعقوب -علیه السلام، او مونږ دې دواړو ته توفیق ورکړی و سمې لارې ته، او د دې نه مخکې مو نوح -علیه السلام- ته توفیق ورکړی و، او توفیق مو ورکړی و دحق لارې ته د نوح -علیه السلام- د اولادې نه هر یو داود او د هغه زوی سلیمان -علیهما السلام- ته او موسی او د هغه ورور هارون -علیهما السلام- ته، او د دې بدلې په شان چې مونږ دې پیغمبرانو ته ورکړی وه د دوی په احسان سره بدلې ورکوو مونږ د دې په شان نورو محسنینو ته د هغوی په نیکۍ کولو.
6:85Page 138
وَزَكَرِيَّا وَيَحۡيَىٰ وَعِيسَىٰ وَإِلۡيَاسَۖ كُلّٞ مِّنَ ٱلصَّٰلِحِينَ ٨٥
And Zechariah and John and Jesus and Elias - and all were of the righteous.
او توفیق ورکړی و مونږ هر یو ته د زکریا او یحیی او عیسی ابن مریم -علیهم السلام- نه، او هر یو د دې پیغمبرانو نه د نیکانو د ډلې څخه وو الله تعالی دوی د پیغمبرۍ لپاره غوره کړي وو.
6:86Page 138
وَإِسۡمَٰعِيلَ وَٱلۡيَسَعَ وَيُونُسَ وَلُوطٗاۚ وَكُلّٗا فَضَّلۡنَا عَلَى ٱلۡعَٰلَمِينَ ٨٦
And Ishmael and Elisha and Jonah and Lot - and all [of them] We preferred over the worlds.
او همدارنګه مونږ توفیق ورکړی و اسماعیل، الیسع، یونس، او لوط -علیهم السلام- ته، او هر یو د دې پیغمبرانو نه او د دوی په سر کې محمد -صلی الله علیه وسلم- دی مونږ غوره کړي وو په ټولو مخلوقاتو.
6:87Page 138
وَمِنۡ ءَابَآئِهِمۡ وَذُرِّيَّٰتِهِمۡ وَإِخۡوَٰنِهِمۡۖ وَٱجۡتَبَيۡنَٰهُمۡ وَهَدَيۡنَٰهُمۡ إِلَىٰ صِرَٰطٖ مُّسۡتَقِيمٖ ٨٧
And [some] among their fathers and their descendants and their brothers - and We chose them and We guided them to a straight path.
او توفیق ورکړی و مونږ ځینو پلارانو د دوی ته او ځینو زامنو د دوی ته او ځینو وروڼو د دوی ته هغه چا ته چې مونږ ورته توفیق ورکول غوښتل، او مونږ دوی غوره کړی وو، او مونږ توفیق ورکړی وو دوی ته د تللو په سمې لارې چې هغه د توحید او د الله تعالی د تابعدارۍ لار ده.
6:88Page 138
ذَٰلِكَ هُدَى ٱللَّهِ يَهۡدِي بِهِۦ مَن يَشَآءُ مِنۡ عِبَادِهِۦۚ وَلَوۡ أَشۡرَكُواْ لَحَبِطَ عَنۡهُم مَّا كَانُواْ يَعۡمَلُونَ ٨٨
That is the guidance of Allāh by which He guides whomever He wills of His servants. But if they had associated others with Allāh, then worthless for them would be whatever they were doing.
دا چې توفیق ورته ورکړی شوی و دا د الله تعالی توفیق و> رسوي دې توفیق ته چا لره چې وغواړي د خپلو بندګانو نه، او که چیرته دوی د الله تعالی سره بل څوک شریک جوړ کړی و، نو خامخا برباد شوی به و عمل د دوی؛ ځکه چې شرک باطلوونکی دی نیک عمل لره.
6:89Page 138
أُوْلَٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ ءَاتَيۡنَٰهُمُ ٱلۡكِتَٰبَ وَٱلۡحُكۡمَ وَٱلنُّبُوَّةَۚ فَإِن يَكۡفُرۡ بِهَا هَٰٓؤُلَآءِ فَقَدۡ وَكَّلۡنَا بِهَا قَوۡمٗا لَّيۡسُواْ بِهَا بِكَٰفِرِينَ ٨٩
Those are the ones to whom We gave the Scripture and authority and prophethood. But if they [i.e., the disbelievers] deny it, then We have entrusted it to a people who are not therein disbelievers.
دغه پیغمبران چې بیان شول، خاص دوی هغه کسان دي چې مونږ ورته کتابونه ورکړي دي، او مونږ ورته پوهه د دین ورکړې، او پیغمبري مو ورته ورکړې، نو که چیرته ستا قوم په هغه څه کفر وکړي چې مونږ ورته ورکړی د دې دریو شیانو نه نو یقینا مونږ تیار کړی دې لره داسې یو قوم چې هیڅکله په دې باندې کفر نه کوي، بلکې هغوی مومنان دي، ټینګ دي په دې دین، او هغه مهاجرین او انصار او هغه کسان دي چې د دوی تابعداري یې کړې په نیکې طریقې سره د قیامت د ورځې پورې.
6:90Page 138
أُوْلَٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ هَدَى ٱللَّهُۖ فَبِهُدَىٰهُمُ ٱقۡتَدِهۡۗ قُل لَّآ أَسۡـَٔلُكُمۡ عَلَيۡهِ أَجۡرًاۖ إِنۡ هُوَ إِلَّا ذِكۡرَىٰ لِلۡعَٰلَمِينَ ٩٠
Those are the ones whom Allāh has guided, so from their guidance take an example. Say, "I ask of you for it [i.e., this message] no payment. It is not but a reminder for the worlds."
دغه پیغمبران، او د هغوی سره چې څوک د هغوی د پلارانو، اولادونو او وروڼو نه ذکر شول، هم دوی خاص د ریښتوني هدایت والا دي، نو ته د دوی تابعداري وکړه او د دوی لاره خپله کړه، او -ای پیغمبره- خپل قوم ته ووایه: زه ستاسو نه د دې قرآن په تبلیغ باندې مزدوري نه غواړم، نو نه دی قرآن کریم مګر پند او نصیحت؛ لپاره د مخلوقاتو د انسانانو او پیریانو نه، د دې لپاره چې په دې باندې نیغې او برابرې لارې ته ورسیږي.
6:91Page 139
وَمَا قَدَرُواْ ٱللَّهَ حَقَّ قَدۡرِهِۦٓ إِذۡ قَالُواْ مَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ عَلَىٰ بَشَرٖ مِّن شَيۡءٖۗ قُلۡ مَنۡ أَنزَلَ ٱلۡكِتَٰبَ ٱلَّذِي جَآءَ بِهِۦ مُوسَىٰ نُورٗا وَهُدٗى لِّلنَّاسِۖ تَجۡعَلُونَهُۥ قَرَاطِيسَ تُبۡدُونَهَا وَتُخۡفُونَ كَثِيرٗاۖ وَعُلِّمۡتُم مَّا لَمۡ تَعۡلَمُوٓاْ أَنتُمۡ وَلَآ ءَابَآؤُكُمۡۖ قُلِ ٱللَّهُۖ ثُمَّ ذَرۡهُمۡ فِي خَوۡضِهِمۡ يَلۡعَبُونَ ٩١
And they did not appraise Allāh with true appraisal1 when they said, "Allāh did not reveal to a human being anything." Say, "Who revealed the Scripture that Moses brought as light and guidance to the people? You [Jews] make it into pages, disclosing [some of] it and concealing much. And you2 were taught that which you knew not - neither you nor your fathers." Say, "Allāh [revealed it]." Then leave them in their [empty] discourse, amusing themselves.
او مشرکانو د الله په حقه درناوی ونه کړ کله يې چې د هغه نبي محمد صلی الله عليه وسلم ته وويل: الله پر انسان هيڅ وحي نده نازله کړې، اې رسوله! ورته ووايه: څوک دی چې پر موسی يې تورات نازل کړ چې رڼا، هدایت او خپل قوم ته يې لارښوونه وه، چې يهود يې په خپلو کتابچو کې ځينې هغه برخې ښکاروي چې د هغوی د نفسي غوښتنو سره سمې دي او هغه پټوي چې ورسره مخالفې دي لکه د محمد صلی الله عليه وسلم صفت، اې عربو تاسو له قرآن څخه هغه څه زده کړل چې مخکې نه ستاسو زده وو او نه ستاسو د پخوانيو، ورته ووايه! اې رسوله! الله هغه را نازل کړ، بيا هغوی په خپله ناپوهۍ او لار ورکۍ کې پرېږده چې ملنډې وهي او مسخرې کوي، تردې چې باور يې راشي.
6:92Page 139
وَهَٰذَا كِتَٰبٌ أَنزَلۡنَٰهُ مُبَارَكٞ مُّصَدِّقُ ٱلَّذِي بَيۡنَ يَدَيۡهِ وَلِتُنذِرَ أُمَّ ٱلۡقُرَىٰ وَمَنۡ حَوۡلَهَاۚ وَٱلَّذِينَ يُؤۡمِنُونَ بِٱلۡأٓخِرَةِ يُؤۡمِنُونَ بِهِۦۖ وَهُمۡ عَلَىٰ صَلَاتِهِمۡ يُحَافِظُونَ ٩٢
And this is a Book which We have sent down, blessed and confirming what was before it, that you may warn the Mother of Cities [i.e., Makkah] and those around it.1 Those who believe in the Hereafter believe in it, and they are maintaining their prayers.
او دغه قرآن هغه کتاب دی چې موږ پر تا نازل کړی اې نبي! او هغه داسې مبارک کتاب دی چې د مخکېنيو اسماني کتابونو رېښتينی بلونکی دی، ترڅو د مکې خلک او د ځمکې په ختيځو او لوېديځو برخو کې خلک پرې ووېروې، چې لار ومومي او هغه کسان چې د آخرت پر ژوند ايمان لري هغوی پر دغه قرآن هم ايمان لري او پر هغه څه عمل کوي چې پکې دي او د خپلو لمونځونو ساتنه کوي د شريعت له لوري په خپلو ټاکلو وختونو کې د هغو د رکنونو، فرضونو او مستحباتو په اداء کولو سره.
6:93Page 139
وَمَنۡ أَظۡلَمُ مِمَّنِ ٱفۡتَرَىٰ عَلَى ٱللَّهِ كَذِبًا أَوۡ قَالَ أُوحِيَ إِلَيَّ وَلَمۡ يُوحَ إِلَيۡهِ شَيۡءٞ وَمَن قَالَ سَأُنزِلُ مِثۡلَ مَآ أَنزَلَ ٱللَّهُۗ وَلَوۡ تَرَىٰٓ إِذِ ٱلظَّٰلِمُونَ فِي غَمَرَٰتِ ٱلۡمَوۡتِ وَٱلۡمَلَٰٓئِكَةُ بَاسِطُوٓاْ أَيۡدِيهِمۡ أَخۡرِجُوٓاْ أَنفُسَكُمُۖ ٱلۡيَوۡمَ تُجۡزَوۡنَ عَذَابَ ٱلۡهُونِ بِمَا كُنتُمۡ تَقُولُونَ عَلَى ٱللَّهِ غَيۡرَ ٱلۡحَقِّ وَكُنتُمۡ عَنۡ ءَايَٰتِهِۦ تَسۡتَكۡبِرُونَ ٩٣
And who is more unjust than one who invents a lie about Allāh or says, "It has been inspired to me," while nothing has been inspired to him, and one who says, "I will reveal [something] like what Allāh revealed." And if you could but see when the wrongdoers are in the overwhelming pangs of death while the angels extend their hands,1 [saying], "Discharge your souls! Today you will be awarded the punishment of [extreme] humiliation for what you used to say against Allāh other than the truth and [that] you were, toward His verses, being arrogant."
نشته هیڅوک ډیر ظلم کوونکی د هغه چا نه چې جوړوي په الله تعالی باندې دروغ داسې چې وایې: بیشکه نه دی رالیږلی الله تعالی په هیڅ یو انسان باندې هیڅ شي د وحې نه، او یا داسې دروغ وایې چې: بیشکه الله تعالی ده ته وحې کړې ده، او په تحقیق سره الله تعالی ده ته هیڅ وحې نه وي کړي، او یا وایې: خامخا زه به نازل کړم د هغه قرآن په شان کوم چې الله تعالی نازل کړی، او که ته ووینې -ای پیغمبره- کله چې به رسیږي دې ظالمانو ته د مرګ سختۍ، او ملایکې اوږدوونکي وي خپلو لاسونو لره دوی ته په سزا ورکولو او وهلو سره، دوی ته به د رټنې په ډول وایې: خپلې ساګانې راوباسئ چئ مونږ یې درنه واخلو، په دې ورځ کې به رسیږي تاسو ته داسې عذاب چې تاسو به سپکوي او ذلیله کوي به مو په سبب د هغه چې تاسو تړل په الله تعالی باندې د دروغو نه په دعوه د پیغمبرۍ کې او په رالیږلو د وحې کې (په تاسو) او په رالیږلو د وحې د هغې وحې په شان چې کومه الله تعالی رالیږلې، او په سبب د لویې کولو ستاسو د ایمان راوړلو نه د هغه په ایتونو، نو که چیرته ته دا حال وویني خامخا ته به ووینې ډیر بد او قبیحه کار لره.
6:94Page 139
وَلَقَدۡ جِئۡتُمُونَا فُرَٰدَىٰ كَمَا خَلَقۡنَٰكُمۡ أَوَّلَ مَرَّةٖ وَتَرَكۡتُم مَّا خَوَّلۡنَٰكُمۡ وَرَآءَ ظُهُورِكُمۡۖ وَمَا نَرَىٰ مَعَكُمۡ شُفَعَآءَكُمُ ٱلَّذِينَ زَعَمۡتُمۡ أَنَّهُمۡ فِيكُمۡ شُرَكَٰٓؤُاْۚ لَقَد تَّقَطَّعَ بَيۡنَكُمۡ وَضَلَّ عَنكُم مَّا كُنتُمۡ تَزۡعُمُونَ ٩٤
[It will be said to them], "And you have certainly come to Us alone [i.e., individually] as We created you the first time, and you have left whatever We bestowed upon you behind you. And We do not see with you your 'intercessors' which you claimed that they were among you associates [of Allāh]. It has [all] been severed between you,1 and lost from you is what you used to claim."
او دوی ته به وویل شي د دوباره راپاڅیدو (قیامت) په ورځ: او بیشکه تاسو راغلئ مونږ ته په دې ورځ کې یوازې یوازې، نه درسره مال شته او نه درسره مشري شته، لکه څرنګه چې مونږ تاسو اول ځل پیداکړی وئ پښېبله (لوڅې پښې) بربنډ ناسنته شوي،او پریښودل تاسو هغه څه چې مونږ تاسو ته درکړي د نعمتونو نه شاته ستاسو په دنیا کې که ستاسو خوښه وي او که نه وي، او مونږ نه وینو نن ورځ ستاسو سره هغه معبودان ستاسو چې تاسو به دعوه کوله چې دوی به ستاسو لپاره سپارش وکړي، او تاسو دعوه کوله چې یقینا دوی شریکان دي الله تعالی سره په بندګۍ کولو کې، بیشکه ختمه شوه رابطه ستاسو ترمنځ، او ورک شو ستاسو نه هغه چې تاسو یې دعوه کوله او ګمان مو کاوه د هغوی د سپارش نه، او د دې نه چې ګویاکې دوی الله تعالی سره شریکان دي.
6:95Page 140
۞ إِنَّ ٱللَّهَ فَالِقُ ٱلۡحَبِّ وَٱلنَّوَىٰۖ يُخۡرِجُ ٱلۡحَيَّ مِنَ ٱلۡمَيِّتِ وَمُخۡرِجُ ٱلۡمَيِّتِ مِنَ ٱلۡحَيِّۚ ذَٰلِكُمُ ٱللَّهُۖ فَأَنَّىٰ تُؤۡفَكُونَ ٩٥
Indeed, Allāh is the cleaver of grain and date seeds.1 He brings the living out of the dead and brings the dead out of the living. That is Allāh; so how are you deluded?
پرته له شکه يوازې الله دی چې دانه چوي او غلې ترې را باسي او زړی (مندکه) چوي؛ نو د خرما، انګور او نورې ونې ترې را باسي، ژوندی له مړي را باسي، ځکه انسان او ټول څاروي له نطفې را باسي او مړی له ژوندي را باسي، ځکه نطفه له انسانه، هګۍ له چرګې را باسي، هغه ذات چې دغه کار کوي، همغه الله دی چې تاسو يې پيداکړي ياست؛ نو اې مشرکانو څنګه له حقه ګرځئ سره له دې چې تاسې د هغه په زړه پورې پيدا کول وينئ.
Text: Quranic Universal Library (Tarteel), via spa5k/tafsir_api (MIT), at a fixed version. The ayahs: Quran Foundation. Sources and licences