Al-Mukhtasar · Tafsir · in Pashto
المعارج
Al-Ma'arij
The Ascending Stairways · Meccan · 44 ayahs
70:1Page 568
سَأَلَ سَآئِلُۢ بِعَذَابٖ وَاقِعٖ ١
A supplicant asked for a punishment bound to happen1
له مشرکانو يو غوښتونکي د خپل ځان او قوم پر خلاف د عذاب غوښتنه وکړه چې که چېرې دغه عذاب راتلونکی وي، په داسې حال کې چې دا د هغه له لوري ملنډې وې، او هغه د قيامت په ورځ پېښېدونکی دی.
(هغه عذاب) پر الله د کفر کوونکو لپاره دی، د دغه عذاب لپاره څوک ايساروونکی نشته.
د مرتبې، درجو، فضيلتونو او نعمتونو د څښتن له لورې دی.
70:4Page 568
تَعۡرُجُ ٱلۡمَلَٰٓئِكَةُ وَٱلرُّوحُ إِلَيۡهِ فِي يَوۡمٖ كَانَ مِقۡدَارُهُۥ خَمۡسِينَ أَلۡفَ سَنَةٖ ٤
The angels and the Spirit [i.e., Gabriel] will ascend to Him during a Day the extent of which is fifty thousand years.
هغه ته پرېښتې او جبرئيل په دغو درجو کې ورخېژي، د قيامت په ورځ چې هغه دومره اوږده ورځ ده چې اندازه يې پنځوس زره کاله ده.
نو اې رسوله! داسې صبر کوه چې هيڅ وير او شکايت پکې نه وي.
هغوی دغه عذاب لېرې او پېښېدل يې ناشوني ګڼي.
او موږ هغه نېږدې هرومرو پېښېدونکی وينو.
په کومه ورځ چې آسمان به د سرو زرو او ميسو غوندې ويلې شي.
او غرونه به په سپکوالي کې د وړۍ غوندې وي.
او يو خپل به د بل خپل حال نه پوښتي، ځکه هر يو به په خپل ځان بوخت وي.
70:11Page 569
يُبَصَّرُونَهُمۡۚ يَوَدُّ ٱلۡمُجۡرِمُ لَوۡ يَفۡتَدِي مِنۡ عَذَابِ يَوۡمِئِذِۭ بِبَنِيهِ ١١
They will be shown each other. The criminal will wish that he could be ransomed from the punishment of that Day by his children
هر انسان به خپل دوست ويني چې نه به ترې پټيږي، خو له دې سره به هيڅوک له بل چا څخه د حالت د سختوالي له امله پوښتنه نه کوي، څوک چې د اور وړ ګرځېدلی هغه به خوښوي چې خپل اولادونه د بدلې په ډول وړاندې کړي.
او مېرمن او وروڼه يې په بدله کې ورکړي.
او له کورنۍ يې هغه خپلوان قربان کړي چې له هغه سره په سختيو کې درېدل.
70:14Page 569
وَمَن فِي ٱلۡأَرۡضِ جَمِيعٗا ثُمَّ يُنجِيهِ ١٤
And whoever is on earth entirely [so] then it could save him.
او له انسانانو، پېريانو او له هغوی پرته چې څه هم په ځمکه کې دي دا ټول به په بدله کې ورکړي، بيا به دغه بدله سپاري ترڅو ځان د اور له عذابه و ژغوري.
معامله به داسې نه وي لکه څنګه يې چې دغه ګناهکار غواړي، هغه خو د آخرت اور دی لمبې او شغلې وهي.
د سخت ګرموالي او لمبو له امله د سر پوستکی په ډېره سختۍ له سره بېلوي.
70:17Page 569
تَدۡعُواْ مَنۡ أَدۡبَرَ وَتَوَلَّىٰ ١٧
It invites he who turned his back [on truth] and went away [from obedience]
هغه څوک رابولي چې له حقه يې مخ اړولی وي او ډېر ترې لېرې شوی وي، ايمان يې نه وي پرې راوړی او عمل يې نه وي کړی.
او مال يې راټول کړی، د الله په لار کې يې پر لګولو پرې بخيلي کړې ده.
پرته له شکه انسان سخت حريص پيداکړل شوی دی.
کله چې له ناروغۍ او بې وزلۍ کوم ضرر ور ورسي لږ صبر کوونکی وي.
او کله چې له آبادۍ او شتمنۍ کوم داسې څه ور ورسي چې خوشالوي يې؛ نو د الله په لار کې له لګولو زيات منع کوونکی وي.
مګر لمونځ کوونکي، ځکه هغوی له دغو بدو صفتونو څخه خوندي دي.
هغه کسان چې پر خپلو لمونځونو ټينګ ولاړ وي، پر بل څه نه ترې بوختيږي، او پر خپل ټاکلي وخت کې يې اداکوي.
70:24Page 569
وَٱلَّذِينَ فِيٓ أَمۡوَٰلِهِمۡ حَقّٞ مَّعۡلُومٞ ٢٤
And those within whose wealth is a known right1
او هغه کسان چې په مالونو کې يې ټاکلې فرض برخه وي.
هغه چاته يې ورکوي چې سوال ترې کوي او هغه چاته چې سوال نه ترې کوي خو د کوم لامل له امله له روزۍ بې برخې وي.
70:26Page 569
وَٱلَّذِينَ يُصَدِّقُونَ بِيَوۡمِ ٱلدِّينِ ٢٦
And those who believe in the Day of Recompense
او هغه کسان چې د قيامت ورځ رېښتيني ګڼي، په کومه ورځ چې الله هر چاته د هغه څه بدله ورکوي چې وړ يې وي.
70:27Page 569
وَٱلَّذِينَ هُم مِّنۡ عَذَابِ رَبِّهِم مُّشۡفِقُونَ ٢٧
And those who are fearful of the punishment of their Lord -
او هغه کسان چې د خپل پالونکي له عذابه وېرېدونکي وي، سره له دې چې هغوی نېک عملونه وړاندې کړي وي.
70:28Page 569
إِنَّ عَذَابَ رَبِّهِمۡ غَيۡرُ مَأۡمُونٖ ٢٨
Indeed, the punishment of their Lord is not that from which one is safe -
پرته له شکه د هغوی د پالونکي عذاب وېروونکی دی هوښيار نه شي ترېبې غمه کېدلای.
او هغه کسان چې د خپلو شرمځايونو په پټولو او له نارواوو په لېرې کولو ساتونکي وي.
70:30Page 569
إِلَّا عَلَىٰٓ أَزۡوَٰجِهِمۡ أَوۡ مَا مَلَكَتۡ أَيۡمَٰنُهُمۡ فَإِنَّهُمۡ غَيۡرُ مَلُومِينَ ٣٠
Except from their wives or those their right hands possess,1 for indeed, they are not to be blamed -
پرته له خپلو مېرمنو او هغو مينځو چې هغوی يې څښتنان شوي دي، ځکه پر دغو ښځو د کوروالي يا له هغو کمه ګټه اخېستلو کې هغوی ګرم نه دي.
70:31Page 569
فَمَنِ ٱبۡتَغَىٰ وَرَآءَ ذَٰلِكَ فَأُوْلَٰٓئِكَ هُمُ ٱلۡعَادُونَ ٣١
But whoever seeks beyond that, then they are the transgressors -
نو څوک چې له يادو شويو مېرمنو او مينځو پرته پر بل چا ګټه پورته کوي، همغوی د الله له پولو اوښتونکي دي.
70:32Page 569
وَٱلَّذِينَ هُمۡ لِأَمَٰنَٰتِهِمۡ وَعَهۡدِهِمۡ رَٰعُونَ ٣٢
And those who are to their trusts and promises attentive
او هغه کسان چې د مالونو، رازونو او نور څه په اړه امين وګڼل شي، او د خپلو هغو ژمنو چې له خلکو سره يې کړې دي ساتونکي دي، په امانتونو کې خيانت نه کوي اوخپلې ژمنې نه ماتوي.
70:33Page 569
وَٱلَّذِينَ هُم بِشَهَٰدَٰتِهِمۡ قَآئِمُونَ ٣٣
And those who are in their testimonies upright
او هغه کسان چې خپلې شاهدۍ په مطلوب ډول وړاندې کوي، په هغو کې خپلوي او دښمني اغېز نه کوي.
70:34Page 569
وَٱلَّذِينَ هُمۡ عَلَىٰ صَلَاتِهِمۡ يُحَافِظُونَ ٣٤
And those who [carefully] maintain their prayer:
او هغه کسان چې د خپل لمانځه ساتنه کوي، چې په خپل وخت کې يې ادا کوي، په پاکۍ او ډاډ يې کوي، هيڅ شی يې نه ترې مشغولوي.
همدغه پر داسې صفتونو متصف خلک به په عزتمنو جنتونو کې وي، چې له تلپاتې نعمتونو او د عزتمن الله مخ ته له کتلو سره به مخ کيږي.
70:36Page 569
فَمَالِ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ قِبَلَكَ مُهۡطِعِينَ ٣٦
So what is [the matter] with those who disbelieve, hastening [from] before you, [O Muḥammad],
اې رسوله! څه شي دغه ستا د قوم مشرکان ستا شاوخوا ته ستا درواغ ګڼلو ته په منډه منډه در کش کړي دي؟!.
70:37Page 569
عَنِ ٱلۡيَمِينِ وَعَنِ ٱلشِّمَالِ عِزِينَ ٣٧
[To sit] on [your] right and [your] left in separate groups?1
ستا له ښي او چپ لوري ډلې ډلې پرتا چاپېر دي.
70:38Page 569
أَيَطۡمَعُ كُلُّ ٱمۡرِيٕٖ مِّنۡهُمۡ أَن يُدۡخَلَ جَنَّةَ نَعِيمٖ ٣٨
Does every person among them aspire to enter a garden of pleasure?
آيا هر يو له هغوی دا هيله لري چې الله به يې د نعمتونو جنت ته ننباسي، چې پر تلپاتې نعمتونو به مزې کوي، په داسې حال کې چې هغه پر خپل کفر پاتې وي؟!.
70:39Page 569
كـَلَّآۖ إِنَّا خَلَقۡنَٰهُم مِّمَّا يَعۡلَمُونَ ٣٩
No! Indeed, We have created them from that which they know.1
امر داسې نه دی لکه څنګه چې هغوی فکر کړی، پرته له شکه موږ هغوی له هغه څه پيداکړي چې هغوی پرې پوهيږي، موږ له سپکو اوبو پيداکړي دي، چې هغوی کمزوري وو د ځانونو لپاره يې نه د ګټې او نه د ضرر واک لرلو؛ نو بیا څنګه هغوی لويي کوي؟!.
70:40Page 570
فَلَآ أُقۡسِمُ بِرَبِّ ٱلۡمَشَٰرِقِ وَٱلۡمَغَٰرِبِ إِنَّا لَقَٰدِرُونَ ٤٠
So I swear by the Lord of [all] risings and settings1 that indeed We are able
الله پر خپل ذات لوړه وکړه، په داسې حال کې چې هغه د لمر، سپوږمۍ او ټولو ستورو لپاره د ختيځونو او لوېديځونو پالونکی دی، چې بېشکه موږ ځواکمن يو.
70:41Page 570
عَلَىٰٓ أَن نُّبَدِّلَ خَيۡرٗا مِّنۡهُمۡ وَمَا نَحۡنُ بِمَسۡبُوقِينَ ٤١
To replace them with better than them; and We are not to be outdone.
د هغوی پر نورو خلکو بدلولو چې د الله اطاعت به کوي، او هغوی به تباه کوو، له دغه کار څخه نه بې وسې کېږو، او نه موږ کمزوري يو کله چې د هغوی د تباهۍ او پر نورو يې د بدلولو اراده وکړو.
70:42Page 570
فَذَرۡهُمۡ يَخُوضُواْ وَيَلۡعَبُواْ حَتَّىٰ يُلَٰقُواْ يَوۡمَهُمُ ٱلَّذِي يُوعَدُونَ ٤٢
So leave them to converse vainly and amuse themselves until they meet their Day which they are promised -
نو اې رسوله! پرېږده يې چې په هغه باطل او لارورکۍ کې ننوزي چې پکې دي، او په خپل دنيوي ژوند کې لوبې کوي، تردې د قيامت په ورځ له هغه څه سره مخ شي چې په قرآن کې يې ژمنه ورسره کيږي.
70:43Page 570
يَوۡمَ يَخۡرُجُونَ مِنَ ٱلۡأَجۡدَاثِ سِرَاعٗا كَأَنَّهُمۡ إِلَىٰ نُصُبٖ يُوفِضُونَ ٤٣
The Day they will emerge from the graves rapidly as if they were, toward an erected idol, hastening.1
په کومه ورځ چې له قبرونو څخه په منډه منډه راوځي داسې لکه يوې نښې خواته چې سره سيالي کوي.
70:44Page 570
خَٰشِعَةً أَبۡصَٰرُهُمۡ تَرۡهَقُهُمۡ ذِلَّةٞۚ ذَٰلِكَ ٱلۡيَوۡمُ ٱلَّذِي كَانُواْ يُوعَدُونَ ٤٤
Their eyes humbled, humiliation will cover them. That is the Day which they had been promised.
سترګې به يې ټيټې وي، رسوايي به پرې خپره وي، دا هغه ورځ ده چې په دنيا کې يې ژمنه ورسره کېدله، او هغوی يې پروا نه لرله.
Text: Quranic Universal Library (Tarteel), via spa5k/tafsir_api (MIT), at a fixed version. The ayahs: Quran Foundation. Sources and licences