Al-Mukhtasar · Tafsir · in Pashto
المدثر
Al-Muddaththir
The Cloaked One · Meccan · 56 ayahs
اې په خپلو جامو کې ځان پټوونکیه! ( او هغه نبي صلی الله عليه وسلم دی).
پاڅېږه او د الله له عذابه وېرول وکړه.
او د پالونکي لويي دې بيان کړه.
او ځان دې له ګناهونو پاک کړه او جامې دې له پليتيو پاکې کړه.
او د بوتانو له لمانځنې لرې اوسه.
او پر خپل پالونکي دې احسان مه باروه چې دې نېک عمل زیات ګڼې
او له کومې ستونزې سره چې مخ کېږې خپل پالونکي ته صبر پرې کوه.
نو کله چې په ښکر (شپېلۍ) کې دويم ځل پوکړل شي.
بیا دغه ورځ سخته ورځ وي.
پر هغو کسانو چې پر الله او د هغه پر رسولانو يې کفر کړی وي آسانه به نه وي.
اې رسوله! ما او هغه څوک سره پرېږده چې د مور په ګېده کې مې يې يوازې پرته له مال او اولاده پيدا کړی (چې هغه د مغيره زوی وليد دی).
او هغه لره مې ډېر مال ورکړ.
او هغه لره مې له هغه سره حاضر زامن پيداکړل چې په محفلونو کې ورسره حاضريږي د هغه د زيات مال له امله د سفر لپاره نه ورڅخه بېليږي.
او هغه لره مې په ژوند، روزۍ او اولاد کې پراخه پراخي ورکړه.
بيا هم هغه پر ما د خپل کفر له امله هيله لري چې زه به هغه ته ور زيات کړم وروسته تردې چې دغه ټول مې ورکړي دي.
74:16Page 575
كـَلَّآۖ إِنَّهُۥ كَانَ لِأٓيَٰتِنَا عَنِيدٗا ١٦
No! Indeed, he has been toward Our verses obstinate.
چاره به داسې نه وي لکه څنګه چې هغه فکر کړی، پرته له شکه هغه زموږ پر رسول زموږ لخوا د نازل کړل شويو آيتونو لپاره ضد کوونکی د هغو درواغ ګڼونکی و.
ژر به هغه پر داسې سخت عذاب مکلف کړم چې زغملی به يې نه شي.
دغه کافر چې پورته نعمتونه مو پرې لورولې و، فکر یې وکړ چې د قران د غلط ثابتولو لپاره څه ووایې، په سوچ کې یې پدې اړه اټکل وکړ.
د الله له رحمتې دې لیرې وي او په عذاب دې کړای شي، څرنګه اندازه یې ولګوله.
بيا دې پرې لعنت وي او په عذاب دې شي څنګه خبره يې جوړه کړه.
بيا يې په هغه څه کې بيا کتنه او فکر وکړ چې ويل يې.
بيا يې مخ تريو او بړوس کړ کله يې چې هغه څه ونه موندل چې په قرآن کې پرې عيب ووايي.
بيا يې ايمان ته شا کړه او د نبي صلی الله عليه وسلم له پيروۍ يې لویې وکړه.
74:24Page 576
فَقَالَ إِنۡ هَٰذَآ إِلَّا سِحۡرٞ يُؤۡثَرُ ٢٤
And said, "This is not but magic imitated [from others].
نو ويې ويل: دا چې محمد ورسره راغلی د الله کلام نه دی، بلکې کوډې دي چې له بل څخه يې روايت کوي.
دا د الله کلام نه دی، بلکې د انسانانو خبرې دي.
ژر به دغه کافر د دوزخ له طبقو څخه يوې طبقې ته ننباسم، چې هغه سقر ده چې ګرمي به يې ګالي.
او اې محمده ته څه پوهېږې چې سقر حه دی؟!.
هغه له عذاب ورکړل شوي څخه هيڅ هم نه پریږدي مګر پرې راوړي، او نه يې پرېږدي، بيا راګرځي لکه څنګه چې و، بيا پرې راوړي، او همداسې يې تکراروي.
سخت سوځوونکی او د پوستکو بدلوونکی دی.
پر هغه نولس پرېښتې ګومارل شوې چې هغوی يې ساتونکې دي.
74:31Page 576
وَمَا جَعَلۡنَآ أَصۡحَٰبَ ٱلنَّارِ إِلَّا مَلَٰٓئِكَةٗۖ وَمَا جَعَلۡنَا عِدَّتَهُمۡ إِلَّا فِتۡنَةٗ لِّلَّذِينَ كَفَرُواْ لِيَسۡتَيۡقِنَ ٱلَّذِينَ أُوتُواْ ٱلۡكِتَٰبَ وَيَزۡدَادَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓاْ إِيمَٰنٗا وَلَا يَرۡتَابَ ٱلَّذِينَ أُوتُواْ ٱلۡكِتَٰبَ وَٱلۡمُؤۡمِنُونَ وَلِيَقُولَ ٱلَّذِينَ فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٞ وَٱلۡكَٰفِرُونَ مَاذَآ أَرَادَ ٱللَّهُ بِهَٰذَا مَثَلٗاۚ كَذَٰلِكَ يُضِلُّ ٱللَّهُ مَن يَشَآءُ وَيَهۡدِي مَن يَشَآءُۚ وَمَا يَعۡلَمُ جُنُودَ رَبِّكَ إِلَّا هُوَۚ وَمَا هِيَ إِلَّا ذِكۡرَىٰ لِلۡبَشَرِ ٣١
And We have not made the keepers of the Fire except angels. And We have not made their number except as a trial for those who disbelieve - that those who were given the Scripture will be convinced and those who have believed will increase in faith and those who were given the Scripture and the believers will not doubt and that those in whose hearts is disease [i.e., hypocrisy] and the disbelievers will say, "What does Allāh intend by this as an example?" Thus does Allāh send astray whom He wills and guide whom He wills. And none knows the soldiers of your Lord except Him. And it [i.e., mention of the Fire] is not but a reminder to humanity.
او موږ د دوزخ ساتونکي نه دي ګرځولي مګر پرېښتې، چې بشر د هغوی توان نه لري، او د هغوی دغه شمېر مو يوازې د هغو کسانو لپاره ازموينه ګرځولې ده چې پر الله يې کفر کړی، ترڅو هغه څه ووايي چې وايي يې، نو پر هغوی عذاب څو برابره کړي او ترڅو هغه يهود باور وکړي چې تورات ورکړل شوی او هغه نصارا چې انجيل ورکړل شوی دی، کله چې قرآن نازلېده د هغوی د کتابونو تصدیق کوونکی و، ترڅو د مؤمنانو ايمان زيات شي، کله چې هغوی له اهل کتابو سره موافق شي، يهود، نصار او مؤمنان شک نه کوي، او ترڅو په ايمان کې تردد کوونکي او کافران ووايي: الله پر دغه عجيب شمېر د څه اراده کړې ده، لکه له دغه شمېر څخه د منکر لار ورکي، او پر هغه د رېښتيني بلونکي لارښوونه، الله چې د چا لار ورکي وغواړي پرې لار ورکی کوي يې او د چا چې لارښوونه وغواړي لارښوونه يې پرې کوي، او ستا د پالونکي لښکرې د هغوی د زياتوالي له امله يوازې الله ته معلومې دي، او اور يوازې د بشر لپاره يوه يادونه ده چې د الله پاک عظمت پرې پېژني.
وينا داسې نه ده لکه څنګه چې ځينې مشرکان ګومان کوي چې د هغه ملګري د دوزخ د څوکيدارانو لپاره بسنه کوي ترڅو يې ترې وباسي، الله پر سپوږمۍ لوړه وکړه.
او په شپه يې لوړه وکړه کله چې وګرځي.
او پر سهار يې لوړه وکړه کله چې رڼا شي.
74:35Page 576
إِنَّهَا لَإِحۡدَى ٱلۡكُبَرِ ٣٥
Indeed, it [i.e., the Fire] is of the greatest [afflictions]
بېشکه د دوزخ اور يو له لويو بلاوو څخه دی.
د انسانانو لپاره ډاروونکی او وېروونکی دی.
74:37Page 576
لِمَن شَآءَ مِنكُمۡ أَن يَتَقَدَّمَ أَوۡ يَتَأَخَّرَ ٣٧
To whoever wills among you to proceed1 or stay behind.
اې خلکو! له تاسې څخه د هغه لپاره چې پر الله ايمان راوړلو او نېک عمل ته وړاندې کېدل غواړي او يا د کفر او ګناهونو له امله وروسته پاتې کېدل.
74:38Page 576
كُلُّ نَفۡسِۭ بِمَا كَسَبَتۡ رَهِينَةٌ ٣٨
Every soul, for what it has earned, will be retained1
هر څوک په خپلو کړو اعمالو کې نيولی شوی دی، يا به يې اعمال تباه کوي او يا به يې خلاصوي او له تباهۍ به يې ژغوري.
پرته له مؤمنانو ځکه هغوی پر خپلو ګناهونو نه نيول کيږي، بلکې تر هغو ور تېريږي ځکه هغوی لره نېک عمل شته.
او هغوی به د قيامت په ورځ په جنتونو کې ځينې يې له ځينو پوښتنې کوي.
له هغو کافرانو څخه چې خپل ځانونه يې د ګناهونو په ترسره کولو تباه کړي دي.
هغوی به ورته وايي: څه شي دوزخ ننه اېستئ؟
74:43Page 576
قَالُواْ لَمۡ نَكُ مِنَ ٱلۡمُصَلِّينَ ٤٣
They will say, "We were not of those who prayed,
نو کافران به په دې ويلو سره ځواب ورکوي: موږ له هغو کسانو څخه نه وو چې د دنيا په ژوند کې يې فرضي لمنځونه کول.
او نه مو بې وزله ته خواړه ورکول کوم چې الله موږ ته راکړي و.
74:45Page 576
وَكُنَّا نَخُوضُ مَعَ ٱلۡخَآئِضِينَ ٤٥
And we used to enter into vain discourse with those who engaged [in it],
او له اهل باطل سره به تاوېدلو چېرې به چې هغوی تاوېدل، او د لارورکو او بې لارو سره مو خبرې کولې.
او د بدلې ورځ مو درواغ ګڼله.
او په درواغ ګڼلو کې مو زياته سرکښي وکړه تردې چې مرګ راته راغی، نو زموږ او د توبې ترمنځ خڼد وګرځېدی.
74:48Page 577
فَمَا تَنفَعُهُمۡ شَفَٰعَةُ ٱلشَّٰفِعِينَ ٤٨
So there will not benefit them the intercession of [any] intercessors.
د قيامت په ورځ به له پرېښتو، نبيانو او نېکانو څخه د سپارښت کوونکو منځګړيتوب هغوی ته ګټه ونه رسوي، ځکه د سپارښتنې له شرطونو څخه دا دي چې د چا سپارښتنه کيږي له هغه به الله راضي وي.
74:49Page 577
فَمَا لَهُمۡ عَنِ ٱلتَّذۡكِرَةِ مُعۡرِضِينَ ٤٩
Then what is [the matter] with them that they are, from the reminder, turning away
څه شي دغه مشرکان له قرآنه مخ اړوونکي ګرځولي دي؟!.
هغوی په مخ اړولو او له هغه څخه په تېښته کې لکه وحشي خره داسې دي چې ډېر سخت ترېدلي وي.
له زمري څخه له وېرې تښتېدلي وي.
74:52Page 577
بَلۡ يُرِيدُ كُلُّ ٱمۡرِيٕٖ مِّنۡهُمۡ أَن يُؤۡتَىٰ صُحُفٗا مُّنَشَّرَةٗ ٥٢
Rather, every person among them desires that he1 would be given scriptures spread about.2
بلکې هر یو له دغو مشرکانو غواړي چې د هغه له سر سره دې داسې غوړېدلی کتاب وي چې پردې خبره يې خبروي چې محمد د الله له لورې رسول دی، د دې خبرې لامل د دلايلو کموالی او د حجتونو کمزوري نه ده، بلکې هغه عناد او لويي ده.
امر داسې نه دی، بلکې د هغوی په لارورکۍ کې د زيادت لامل دا دی چې هغوی د آخرت پر عذاب ايمان نه لري؛ نو پر خپل کفر پاتې دي.
خبر اوسئ بېشکه دغه قرآن يو نصيحت او ور يادوونکی دی.
نو څوک چې غواړي قرآن ولولي او نصيحت ترې واخلي ودې لولي او نصيحت دې ترې واخلي.
74:56Page 577
وَمَا يَذۡكُرُونَ إِلَّآ أَن يَشَآءَ ٱللَّهُۚ هُوَ أَهۡلُ ٱلتَّقۡوَىٰ وَأَهۡلُ ٱلۡمَغۡفِرَةِ ٥٦
And they will not remember except that Allāh wills. He is worthy of fear and adequate for [granting] forgiveness.
او يوازې هغه خلک ترې نصيحت اخېتسلای شي چې الله د هغوی نصيحت اخېستل وغواړي، الله پاک د دې وړ دی چې د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کول ترې وېره وشي، او د دې واک لري چې د بندګانو ګناهونه يې وبښي کله چې هغوی توبه ورته وباسي.
Text: Quranic Universal Library (Tarteel), via spa5k/tafsir_api (MIT), at a fixed version. The ayahs: Quran Foundation. Sources and licences