Al-Mukhtasar · Tafsir · in Pashto
التكوير
At-Takwir
The Overthrowing · Meccan · 29 ayahs
کله چې د لمر ټوکۍ غونډه کړل شي، او رڼا يې له منځه ولاړه شي.
او کله چې ستوري را ولوېږي او رڼا يې له منځه ولاړه شي.
او کله چې غرونه له خپل ځايه وخوځول شي.
او کله چې هغه بلاربې اوښې چې څښتنان يې لېوالتيا پکې لري، هغوی په پرېښودلو سره همداسې هېرې کړي.
او کله چې وحشي ځناور له انسانانو سره په يوه میدان کې راغونډ کړل شي.
او کله چې دريابونه ولګول شي تردې چې اور وګرځي
او کله چې نفسونه له خپلو ورته سره يوځای کړل شي، نو بې لارې له بې لارې سره يوځای کړی شي او ځان ساتونکی له ځان ساتونکي سره.
او کله چې ژوندۍ خښه شوې ماشومه الله وپوښتي.
پر کومه ګناه وژل شوې يې چاچې وژلې يې؟!.
او کله چې د بندګانو عملنامې پرانېستل شي؛ تر څو يې هر يو خپل د کړنو پاڼه ولولي.
او کله چې آسمان داسې و اېستل شي لکه له پسه څخه چې پوستکی اېستل کيږي.
او کله چې اور بل کړل شي.
او کله چې ځان ساتونکو ته جنت را نېږدې کړی شي.
81:14Page 586
عَلِمَتۡ نَفۡسٞ مَّآ أَحۡضَرَتۡ ١٤
A soul will [then] know what it has brought [with it].1
هغه مهال به دغه څه تر لاسه شي چې هرڅوک به پر هغه څه پوه شي چې د دغې ورځې لپاره يې څه اعمال وړاندې کړي دي.
الله پر هغو ستورو لوړه وکړه چې په شپه کې تر خپل روښانه کېدو مخکې پټ وي.
په خپلو فلکونو کې روانو ستورو چې د سهار په ښکاره کېدو سره داسې پټيږي لکه هوسۍ چې خپل غار يعني کور ته ننوځي.
او الله د شپې پر لومړۍ برخه لوړه وکړه کله چې مخه کړي او د شپې پر وروستۍ برخه کله چې شا کړي.
او پر سهار يې لوړه وکړه کله يې چې رڼا ښکاره شي.
81:19Page 586
إِنَّهُۥ لَقَوۡلُ رَسُولٖ كَرِيمٖ ١٩
[That] indeed, it [i.e., the Qur’ān] is a word [conveyed by] a noble messenger [i.e., Gabriel]
پرته له شکه پر محمد صلی الله عليه وسلم نازل کړل شوی قرآن هرومرو د الله وينا ده چې امانتداره پرېښتې رسولې ده چې هغه جبرئيل عليه السلام دی، الله هغه امين ګرځولی دی.
81:20Page 586
ذِي قُوَّةٍ عِندَ ذِي ٱلۡعَرۡشِ مَكِينٖ ٢٠
[Who is] possessed of power and with the Owner of the Throne, secure [in position],
د ځواک څښتن، د عرش د پالونکي الله پاک پر وړاندې د لويې مرتبې والا دی.
د آسمان خلک يې پيروي کوي، د وحي په رسولو کې پرې باور شوی دی.
81:22Page 586
وَمَا صَاحِبُكُم بِمَجۡنُونٖ ٢٢
And your companion [i.e., Prophet Muḥammad (ﷺ) ] is not [at all] mad.1
او محمد صلی الله عليه وسلم چې ستاسو سره تل وي تاسو يې عقل، امانت او رېښتينولي پېژنئ لېونی نه دی لکه څنګه چې تاسو د تور لګولو دعوی کوئ.
81:23Page 586
وَلَقَدۡ رَءَاهُ بِٱلۡأُفُقِ ٱلۡمُبِينِ ٢٣
And he has already seen him [i.e., Gabriel] in the clear horizon.1
او ستاسو ملګري (محمد صلی الله عليه وسلم) هغه جبرئيل پر خپل اصلي حالت کې چې الله پر کوم حالت پيداکړی دی د څرګند آسمان په څوکو کې ليدلی دی.
81:24Page 586
وَمَا هُوَ عَلَى ٱلۡغَيۡبِ بِضَنِينٖ ٢٤
And he [i.e., Muḥammad (ﷺ)] is not a withholder of [knowledge of] the unseen.1
او ستاسو ملګری پر تاسو بخيل نه دی، چې د هغه څه په رسولو کې بخيلي وکړي چې د رسولو امر يې ورته شوی دی، او نه مزدوري اخلي لکه څنګه چې غيب ويونکي مزدوري اخلي.
81:25Page 586
وَمَا هُوَ بِقَوۡلِ شَيۡطَٰنٖ رَّجِيمٖ ٢٥
And it [i.e., the Qur’ān] is not the word of a devil, expelled [from the heavens].
او دغه قرآن د الله له رحمت څخه د رټل شوي شيطان خبره نه ده.
نو وروسته له دغو حجتونو څخه بيا تاسو د نټې لپاره چې هغه د الله له لوري دی پر کومه لاره ځئ؟!.
قرآن خو يوازې پند او نصيحت دی د پېريانو او انسانانو لپاره.
81:28Page 586
لِمَن شَآءَ مِنكُمۡ أَن يَسۡتَقِيمَ ٢٨
For whoever wills among you to take a right course.
له تاسو څخه د هغه چا لپاره چې غواړي د حق پر لار نېغ ولاړ شي.
81:29Page 586
وَمَا تَشَآءُونَ إِلَّآ أَن يَشَآءَ ٱللَّهُ رَبُّ ٱلۡعَٰلَمِينَ ٢٩
And you do not will except that Allāh wills - Lord of the worlds.
او ستاسو پر غوښتنو څه نه کيږي کوم چې استقامت او نور څه غواړئ مګر داچې الله دغه وغواړي، چې د ټولو مخلوقاتو پالونکی دی.
Text: Quranic Universal Library (Tarteel), via spa5k/tafsir_api (MIT), at a fixed version. The ayahs: Quran Foundation. Sources and licences