Al-Mukhtasar · Tafsir · in Pashto
البروج
Al-Buruj
The Mansions of the Stars · Meccan · 22 ayahs
الله پر داسې اسمان لوړه وکړه چې د لمر، سپوږمۍ او نورو شيانو پر منزلو مشتمل دی.
او الله د قيامت په هغه ورځ لوړه وکړه چې ژمنه يې کړې چې په هغې کې به ټول خلک را ټولوي.
او پر هر شاهد يې قسم وکړ، لکه نبي چې پر خپل امت شاهدي ورکوي او هر مشهود لکه پر چې نبي يې شاهدي ورکوي.
85:4Page 590
قُتِلَ أَصۡحَٰبُ ٱلۡأُخۡدُودِ ٤
Destroyed [i.e., cursed] were the companions of the trench1
پر هغو کسانو لعنت ويل شوی چې په ځمکه کې يې لويه کنده اېستلې ده.
او هغوی پکې اور بل کړ، او مؤمنان یې ژوندي پکې واچول.
هغه مهال چې هغوی پر دغه له اور څخه ډکه کنده ناست وو.
85:7Page 590
وَهُمۡ عَلَىٰ مَا يَفۡعَلُونَ بِٱلۡمُؤۡمِنِينَ شُهُودٞ ٧
And they, to what they were doing against the believers, were witnesses. 1
او هغوی د هغه عذاب او سزا ليدونکي وو چې مؤمنانو ته يې ورکوله؛ ځکه هغوی هلته شتون درلود.
85:8Page 590
وَمَا نَقَمُواْ مِنۡهُمۡ إِلَّآ أَن يُؤۡمِنُواْ بِٱللَّهِ ٱلۡعَزِيزِ ٱلۡحَمِيدِ ٨
And they resented them not except because they believed in Allāh, the Exalted in Might, the Praiseworthy,
او دغو کافرانو پر مؤمنانو يوازې له دې امله عيب لګولو چې هغوی پر داسې برلاسي الله ايمان راوړی و چې هيڅوک نه شي پرې برلاسی کېدلای او په هرڅه کې ستايل شوی دی.
85:9Page 590
ٱلَّذِي لَهُۥ مُلۡكُ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِۚ وَٱللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيۡءٖ شَهِيدٌ ٩
To whom belongs the dominion of the heavens and the earth. And Allāh, over all things, is Witness.1
هغه ذات چې يوازې هغه لره د اسمانونو پاچايي او د ځمکې پاچايي ده، او هغه پر هر څه خبر دی، له هغه د خپلو بندګانو له کارونو هيڅ هم پټ نه دي.
85:10Page 590
إِنَّ ٱلَّذِينَ فَتَنُواْ ٱلۡمُؤۡمِنِينَ وَٱلۡمُؤۡمِنَٰتِ ثُمَّ لَمۡ يَتُوبُواْ فَلَهُمۡ عَذَابُ جَهَنَّمَ وَلَهُمۡ عَذَابُ ٱلۡحَرِيقِ ١٠
Indeed, those who have tortured1 the believing men and believing women and then have not repented will have the punishment of Hell, and they will have the punishment of the Burning Fire.
پرته له شکه هغه کسان چې مؤمنو نارينه او مؤمنو ښځينه و ته يې د اور سزا ورکړې ده تر څو هغوی يوازې پر الله له ايمان راوړلو څخه را وګرځوي، بيا يې الله ته له خپلو ګناهونو توبه هم نه ده اېستلې، د قيامت په ورځ هغوی لره د دوزخ عذاب دی او هغوی لره د اور عذاب دی چې سوزوي به يې، دا د هغوی لپاره د هغه څه سزا ده چې مؤمنان يې په اور کې سوځول.
85:11Page 590
إِنَّ ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَعَمِلُواْ ٱلصَّٰلِحَٰتِ لَهُمۡ جَنَّٰتٞ تَجۡرِي مِن تَحۡتِهَا ٱلۡأَنۡهَٰرُۚ ذَٰلِكَ ٱلۡفَوۡزُ ٱلۡكَبِيرُ ١١
Indeed, those who have believed and done righteous deeds will have gardens beneath which rivers flow. That is the great attainment.
پرته له شکه هغه کسان چې پر الله يې ايمان راوړی، او ښه کارونه يې کړي دي، د هغوی لپاره داسې جنتونه دي چې تر ماڼيو او ونو لاندې به يې ويالې بهيږي، دغه بدله چې د هغوی لپاره چمتو کړل شوې ده لويه بريا ده چې هيڅ بريا نه شي ورته نېږدې کېدلای.
85:12Page 590
إِنَّ بَطۡشَ رَبِّكَ لَشَدِيدٌ ١٢
Indeed, the assault [i.e., vengeance] of your Lord is severe.
اې رسوله! پرته له شکه ظالم لره ستا د پالونکي نيونه ډېره پياوړې ده که څه هم تر يوې مودې يې همداسې پرېږدي.
85:13Page 590
إِنَّهُۥ هُوَ يُبۡدِئُ وَيُعِيدُ ١٣
Indeed, it is He who originates [creation] and repeats.
پرته له شکه هغه خلک او عذاب د لومړي ځل لپاره پيدا کوي او د بيا ځلې لپاره يې راګرځوي.
او هغه د هغه چا د ګناهونو بښونکی دی چې له بندګانو يې څوک توبه وباسي، او له ځان ساتونکو يې خپل دوستان خوښوي.
د عزتمن عرش څښتن دی.
چاته چې د ګناهونو بښنه او يا چاته سزا ورکول وغواړي ښه تر سره کوونکی يې دی، هغه پاک ذات لره څوک اړ اېستونکی نشته.
اې رسوله! ايا تاته د هغو کسانو د لښکرو خبر رسېدلی دی چې د حق پر وړاندې د جګړې او د هغو د مخنيوي لپاره يې لښکرې جوړې کړې؟.
د فرعون او د صالح عليه السلام د اصحابو؛ ثموديانو.
85:19Page 590
بَلِ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ فِي تَكۡذِيبٖ ١٩
But they who disbelieve are in [persistent] denial,
د دغو خلکو له ايمان راوړلو څخه مخنيوونکی دا نه دی چې هغوی ته د پخوانيو درواغ ګڼونکو امتونو او د هغوی د تباهۍ خبرونه نه و راغلي بلکې هغوی د خپلو غوښتنو د پيروۍ له امله هغه څه درواغ ګڼل چې رسولان يې ورسره راغلي وو.
او الله د هغوی پر کړنو په شمېرلو سره چاپېر دی، له هغو هيڅ هم نه ترې پاتې کيږي، زر دی چې بدله به پرې ورکړي.
او قرآن شعر نه دی او نه قافيه ده لکه څنګه چې درواغ ګڼونکي وايي، بلکې هغه عزتمن قرآن دی.
په داسې تخته کې دی چې له بدلون، تحريف، کموالي او زيادت څخه خوندي ده.
Text: Quranic Universal Library (Tarteel), via spa5k/tafsir_api (MIT), at a fixed version. The ayahs: Quran Foundation. Sources and licences